روهي (څلورنۍ/۲ د وري)، د سوداګرۍ نړيوال سازمان يا WTO خبرداری ورکړی دی چې که چېر په روان ۲۰۲۰ زکال کې رونا ويروس همداسې دوام وکړي، نو د لسيزو په ترڅ کې د نړۍ اوسنی نړيوال تجارت به بد وځپل شي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان رئيس روبرتو آزوودو رسنيو ته ويلي دي چې کرونا ويروس د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې په سترو او کوچينو تجارتونو منفي اغېز کړی دی، چې که دوام پيدا کړي، نو نړيواله سوداګري به ۳۲ منفي وځپي.
نوموړي په لويه کې په نړيوالو سازمانونو او په ځانګړي ډول د نړۍ د هېوادونو پر حکومتونو غږ وکړی، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې اقتصادي مسايل هم په نظر کې ونېسي ځکه چې ورسته به يې جبران مشکل وي.
د يادونې ده چې د کوېډ-۱۹ د مخنيوي لپاره د نړۍ نېږدې د ټولو هېوادونو ترمنځ تګ - راتګ او تجارتي راکړه ورکړه بند شوي ده.
وروستي