بحرين خپلو وګړو ته برېښنا وړيا  او د خصوصی سکتور يو لک کارمندانو ته په  کور معاش ورکوي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د بحرين هېواد د کار وزارت  ويلي دي چې ۵۷۰ مېلېونه امريکايي ډالر يې د خصوصي سکتور هغه کارکوونکو ته ځانګړي کړي دي چې د کرونا ويرسو پر مهال کورونو کې بند پاتې دي او بې دندو شوي دي. 

د بحرين چارواکو همدا ډول ويلي دي چې د کرونا ويروس د قرنطين پر مهال به خپلو ټولو وګړو ته په وړيا برېښنا اوبه ورکړي، چې بېل به پسې نه راځي.  د اوبو او برېښنا وراېخوا دغه هېواد په ډېری خوراکي او لومړنيو توکو د دولت ماليه هم کمه شوې ده. 

بحرين ۱۱ مېلېارده امريکايي ډالر ځانګړې کړي دي ترڅو د کوېډ - ۱۹ د قرنطين پر وخت د دغه هېواد د حلکو اقتصادي وضعيت ونه ځپل شي. د نړۍ په ډېری هېوادونو کې حکومتونو د ګرځبنديز پر مهال د خپلو وګړو مالي او اقتصادي اړتياوو پوره کولو ته وردانګلي دي.