روسيې هوايي کرښو ته يې دنده سپارلې چې بهر هېوادونو کې بند روسان هېواد ته ستانه کړي 

روهي (څلورنۍ/۲ د وري)، د روسيې حکومت د هېواد هوايي کرښو ته دنده سپارلې ده چې د يو مهال وېش اړوند له بهرنيو هېوادونو هغه روسي وګړي چې د کرونا ويروس له امله بند پاتې دي، هېواد ته راستانه کړي. 

د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې به روسۍ مسافري الوتکې لومړی له بنګلادېش، ازبکستان او ورپسې د ځانګړي مهال وېش اړوند د نړۍ له کوټ -کوټ خپل وګړي کورونو ته ستانه کړي. 

وروسته له هغې چې نړۍ کې د کوېډ-۱۹ خپرېدا چټکه شوه، نېږدې تر يو ميلېون روسان خپلو هېواد ته لاړل، خو اوسمهال هم تر ۲۵ زره روسان د نړۍ په بيلا بیلو هېوادونو کې د کرونا ويروس له امله بند پاتې دي.