سل طالب بنديان نن ازاد شول؛ حکومت وايي چې  دوی قسم کړی چې بيا به د جګړې ليکو ته نه ځي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، افغان حکومت نن ورځ سل بنديان طالب بنديان ازاد کړل. افغان حکومت وايي چې دغه بنديان يې د عمر، بند مودې او روغتيايي وضعيت ته په کتو د کرونا ويروس د مخنيوي او د سولې خبرو په پار ازاد کړي دي. 

افغان چارواکي وايي چې دغه کسان د ملي امنيت او لوې څارنوالۍ له خوا بايومټريک شوي دي او ژمنه ورڅخه اخېستل شوې ده چې بيا به د جګړې ډګر ته نه ځي. 

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل بيا رسنيو ته ويلي دي چې په دې سلو بنديانو کې هغه ۱۵ طالب قومندان چې د طالبانو فني پلاوي يې پر خشوي کولو ټېنګار کولو نه دي شامل.