
روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د ټوېټر بنسټګر جک دورسي د خپلې شخصي پانګې څخه يو مېلېارد امريکايي ډالر کوېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره ځانګړې دي. نوموړی نېږدې څلور مېلېارده امريکايي ډالر پانګه لري چې د خپلې پانګې ۲۸ سلنه يې کوېډ سره د مبارزې لپاره وقف کړي دي.
نوموړي پر خپلې ټوټېر پاڼې ليکلي دي چې د خپلې پانګې نيږدې ۲۸ سلنه برخه کوېډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره ځانګړې کوي، ترڅو دغه ويروس په نړيواله کچه وځپل شي.
له نوموړي وړاندې د نړۍ يو شمېر نورو پانګوالو لو فلمي ستورو هم دغه ويروس سره د مبارزې لپاره پانګې ځانګړې کړې وي، چې د خپلو هېوادونو دننه او يا هم په نړۍواله کچه کوېډ-۱۹ سره پرې مبارزه وشي.