ايران د پيسو له نړيوال صندوق ۵ مېلېارده ډالر قرض غواړي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د ايران ولسمشر حسن روحاني يو ځل بيا د پيسو له نړيوال صندوق غوښتي دي چې دغه هېواد ته د کرونا ويروس سره د مبارزې او ناروغانو د درملنې لپاره پنځه مېلېارده امريکايي ډالر قرض ورکړي. 

روحاني په يوې تلويزوني وينا کې ويلي دي، "زه له نړيوالو ادارو غوښتنه کوم چې خپل مسووليت ادا کړي. مونږ د پيسو نړيوال صندوق غړی هېواد يو،  دوی بايد پرته له تعبيض مونږ سره مرسته وکړي." 

حسن روحاني د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې پر ايران د متحدو ايالتو بنديزونه وغندل او هغه يې  د روغتيايي او اقتصادي ترهګرۍ په نوم ياد کړل. 

ايران له دې وړاندې د امريکا له متحدو ايالتو غوښتي وو چې د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره دې ترې اقتصادی او سياسي بندېزونه لېرې کړي. همدا ډول دغه هېواد د پيسو نړيوال صندوق څخه د قرض غوښتنه کړې وه چې تر اوسه يې نه ده تر لاسه کړې.