نړۍ کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې: ۱،۴ مېلېونه پرې ککړ، ۸۱ زره مړه او ۲۹۰ زره رغېدلي دي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، کوېډ-۱۹ د نړۍ ۱۸۴ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې ۸۱ زره کسان يې ترې مړه شوي او همدا ډول له يو مېلېون او څلور سوه زره ډېر نور کسان پرې اخته شوي دي. د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ۲۹۰ زره کسان له کوېډ-۱۹ رغېدلي دي. 

امريکا، هسپانيه، ايټاليا، فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي چې د ککړو کسانو او کرونا ويروس له امله د مړو شمېر په کې لوړ دی. 

امريکا کې ۳۸۶۸۰۰ کسان پر کرونا اخته او ۱۲۰۲۱ مړه شوي، هسپانيه کې د ککړو کسانو شمېر ۱۴۰۵۱۱ او د مړو شمېر ۱۳۸۹۷، ايټاليا کې ۱۳۵۵۸۶ کسان په کرونا اخته شوي دي او ۱۷۱۲۷ کسانو ژوند يې اخېستی دی. 

فرانسه کې بيا پر کوېډ -۱۹ ۱۱۰۰۴۳۴ کسان اخته شوي او ۱۰۳۴۳ مړه شوي دي. ورپسې اروپا کې پروت هېواد جرمني دی چې ۱۰۶۷۳۹ وګړي يې کرونا نېولي دي او ۱۹۴۲ يې ترې مړه کړي.