ولسمشر غني او عبدالله ته د امريکا خبرداری: که خپل منځني ستونزې حل نه کړئ يو مېلېارد ډالر کمو او ټول سرتېرو وباسو 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې سياسي کړېکچ سره حل نه کړي نو د يو مېلېارډ ډالرو کمولو ترڅنګ به خپل ټول سرتيري هم له افغانستان وباسي. 

پمپيو خبرداری ورکړی دی چې افغان حکومت سره د امريکا دريځ د دغه هېواد مشرانو په هغه هڅو پورې تړلی دی چې په پايله کې يې بايد طالبانو سره سوله وشي او د سولې لپاره لومړی اړينه ده چې دوی خپل منځني اختلافات حل کړي. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې حکومت يې د طالبانو سره د سولې شوي تړون او افغان حکومت سره د امريکا او ناټو ګډې اعلاميې ته ژمن دی. 

تېره مياشت مايک پمپيو کابل ته راغلی وو او په دوه جلا - جلا لېدونو کې يې له افغان ولسمشر غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل، خو ونه توانېدو چې د دوی ترمنځ د سياسي واک پر سر کړکېچ حل کړي. 

هغه مهال مايک پمپيو خبرداری ورکړی وو، چې د امريکا متحدو ايالتو يو مېلېارډ ډالر مرستې په دې پوري تړلې دي، چې افغان مشرانو خپل منځني اختلافات حل او يو ټول - شموله حکومت رامنځ ته کړي. 

د همدې اوونۍ په پيل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سياسي کړېکچ د حل لپاره نوې ټاکنې ځنډولې دي. پخوانی ولسمشر حامدکرزی، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي د ولسمشر غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي منځګړېتوب کوي.