د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ واټن (۳۸۴۴۰۰) کيلومتره دی، خو نن شپه سپوږمۍ ۳۵ زره کيلومتره ځمکې ته رانېږدې کيږي 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، ساينس پوهانو وړاندوينه کړې ده چې نن شپه به سپوږمۍ ۳۵۰۳۵ کيلومتره ځمکې ته رانېږدې شي په داسې حال کې چې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ واټن ۳۸۴۴۰۰ کليو متره دي. 

د ساينس پوهان د واندوينې پر اساس نن شپه د سپوږمۍ روښانيي زياته وي او د ځمکې خلک به وکولی شي، چې د تېر په پرتله ۱۴ ځلې سپوږمۍ لويه وويني. 

ځمکې ته د سپوږمي دغه را نېږدې کېدل د Super  Moon په نوم ياديږي. د افغانستان په وخت به د شپې له لس نيمو بيا د سبا سهار تر اوو بجو پوري سپوږمۍ په لوی بڼه ولېدل شي.