واټس آپ د کرونا ويروس د ناسمو مالوماتو مخه نيسي 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د فېسبوک تر ادارې لاندې واټس آپ شرکت د هغه مالوماتو مخه نيسي چې د کرونا ويروس په اړه ناسم وي او د خلکو ذهن ګډوډوي. 

د واټس آپ مسوولين وايي چې دوی هغه مېسجونه محدودوي چې د کرونا په اړه مالومات په کې وړاندې کيږي. 

واټس آپ دا ګام په دې پار اخېستی دی، چې د سويلي افريقا په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې ځيني سوداګر د درملو او نورو روغتيايي په اړه داسې مالومات خپروي چې د کرونا ويروس درملنه پرې کيږي. 

له دې وړاندې ګوګل هم په مېلېونه ډالر ځانګړي کړي وو، ترڅو له دې لارې وکولی شي چې د کوېډ-۱۹ په اړه د ناسمو مالوماتو مخه ونېسي.