هند وايي کابل کې د سېکانو پر درمسال د بريد تر شا د اسلام اباد لاس وو، خو پاکستان يې نه مني 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د هندوستان هغه راپور رد کړی دی، چې په کې ويل شوي، افغان پلازمېنه کابل کې د افغان سېکانو پر درمسال د تېرې مياشتې بريد تر شا د اسلام اباد لاس وو. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې هغه راپور چې د پاکستان په رسنيو کې وړاندې کيږي او رسمي بڼه لري، مونږ په کله په رسمي ډول ردوو. 

دغه اعلاميه کې ويل شوي دي د پاکستان حکومت پر رسمي ډول کابل کې د سېکانو په درمسال د مارچ مياشتې د ۲۵ نېټې چې ډېری بې ګناه کسان په کې ووژل شول، وغاندلو. 

کابل کې د سېکانو پر درمسال بريد چې تر ۲۴ کسان په کې ووژل شول، طالبانو په کې لاس لرل رد کړل، خو داعش يې مسووليت په غاړه واخېست.