
روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د هېواد په تخار او ننګرهار ولايتونو کې په کرونا ويروس درېيو کسانو نن ورځ ژوند له لاه ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا پر کرونا اخته درې ناروغان؛ دوه په ننګرهار او یو په تخار ولایتونو کې مړه شوی دي.
د دغه درېيو کسانو په افغانستان کې د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کسانو شمېر ۱۴ ته روسېد. تېره ورځ په کابل کې يو افغان ډاګټر چې په کرونا اخته وو ومړ.