
ځوانې دانسان دژوند په اوږدو كې ترټولونيكمرغه مرحله ده،ځوانې دانسان دژوند پسرلۍ دى. لكه څنګه چې په پسرلې كې ګلونه غوړيږي اوبلبلان ورته دژوند تراني وايې،اوفضاپه خپلو وږموكې خوشبويي خوروي اوطبيعت ته ښكلاوربخښي په همدي ډول دانسان استعدادپه ځوانۍ كې دګلونوپه څير غوړيږي كه چيري پالنه يې وشي دژوندترپايه به دنړۍ نوروانسانانو ته نيكمرغي اوښكلا ورپه برخه كړي.
خوله بده مرغه بايد په خپله وروسته پاتي اوبدمرغه ټولنه كې د تياره ژوندانه داروڼ حقيقت ومنوچې زموږ په هيواد كې له ځوانانوڅخه دطبيعت په ښكلاكې نه دطبيعت په ړنګيدوكې كاراخيستل شوي دى .
په همدي اړوند غواړم خپل شيندلې فكرونه پدي كوچنۍ ليكنه كې راونغاړم ترڅولومړى ځان اوبياخپل نورهمزولې پدي پوه كړم چې په افغانستان كې ولى ځوانان دجګړوپه اوركې وسوځيدل؟اواوس يې په څه ډول بايد مخنيوي وكړاى شي؟په همدي ډول په افغانستان كې نن ورځ دځوانانوستونزي.
زموږپه ګران هيوادافغانستان كې څه دپاسه دري لسيزي جګړه روانه ده اوزموږدهيوادځوان كول اوځوان استعدادونه يې دخپل اورپه لمبوكې په ډول اوډول نومونووسوځول.د۱۳۵۷ه ش كال د غوايې دمياشتي اوومې نېټي له كودتاڅخه راپدې خوادغه دكاراوعلم سرچينه چې ځوانان دي دجګړوپه بيلابيلولېكوكې ځاى پرځاى شول،اوپه هرنامه ياوغوليدل اويادبعضومجبوريتونوپراساس يې دپوهنتونونو،اودښوونځيولاري پريښودي اودجګړي ډګر ته يې ورودانګل اوزموږ په هيوادكې داوږدي جګړي داوردسون دلرګوپه توګه تري كارواخيستل شوچې ترننه پوري دالړۍ روانه ده.خوددي لپاره چې خپل راتلونكي كول له دغوبدمرغيوڅخه وژغورو،كه څه هم په اوسنيوحالاتوكې دايوستونزمن كاردي خولاس ترزنې ورته كيناستل دخپلوخلكواوهيوادسره يوه لويه جفاده.دلته زه په لنډ ډول زموږدهيواداودخلكوپه ستونزورڼااچوم اودحل لاره يې څه ده؟
لومړۍ ستونزه:موږدخپل هيوادهرډول خپلواكې ديوشميرځان غوښتونكواووطن پلورونكواشخاصو،افرادو،اودسياسي ګوندونودناكاموسياستونوپه نتيجه كې له لاسه وركړى ده .په اوسنيوحالاتوكې ځوانانوته په كارده چې د قلم په ژبه دمبارزي لارغوره كړي،كه څه هم وخت به ډيروغواړي خوثمربه يې ښه وي.موږبايدځان اوخپل هيوادوال دنړۍ والودهرډول تورڅخه پاك كړواوداڅرګنده چې افغانان دبشريت ضدخلك نه دي افغانان له تروريزم څخه ملاتړنه كوي بلكي تروريزم په هرنامه محكوموي.
دوهمه ستو نزه:زموږپه هيوادكې دپخوانيوسياسي رنځورانوشميره له خپلي كچې وتلي،داخلك چې نن ورځ زموږدسپين ږيرواومشرانوپه ډله كې راځې له بده مرغه دوى ترننه پوري ونشوكولاى چې دوطن دژغورولولپاره يوه واحده لارغوره كړې ، لكه څنګه چې وخت داڅرګنده كړي دوى هيڅكله ديوي واحدې لارپيروان كيداى نشي،ځكه دوى دپخوانيوسياسي دښمنيوڅخه يوبل ته نه تيريږي،اوكه كله هم دبعضومجبوريتونوپر اساس يوظاهري وحدت ته غاړه ږدي خوپه باطن كې هماغه زاړه فكرونه اوهماغي زړي عقيدي دي اوهماغه ديوه درياب بي شماره ويالې دي چي هيڅكله بيا يوه درياب ته نه راځي.كه ددي هڅه وشې چې ځوانان ددوي دزړوافكاروله اغيزې څخه لري وساتل شې دابه ښه خبره وي ترڅوځوانان وكولاى شي دخپل هيواددژغورولوپه خاطريوه داسي لارغوره كړي چې له هرډول كينو اودښمنيو څخه پاكه وي.
دريمه ستونزه:زموږپه هيوادكې دكورنيوجګړوپه وخت كې زموږدهيواداوخلكودښمنان پدي وتوانيدل چې زموږدخلكوپه منځ كې دنفاق تخم وشيندي، او يوداسي اوربل كړي چې په خپله افغانان په كې وسوځيږي خودجګړي ګټي دهغوى په ګټه تمامې شې.ددي اوربلولولپاره دښمن دافغانستان خلك په قومې،ژبنې،سمتې،اومذهبې ډلووويشل اوترننه هم دهمدغوتفرقاتوپه اساس دافغانانوپه منځ كې ډيرفعال كاركوي.خودخواشينۍ ځاى دادى چې په افغانانوكې اوس هم داډول خلك ډيردي چې دخپلوځانې ګټوپه خاطردهيواداوخلكوملې ګټي ترپښولاندي كوي اوپه هيوادكې ملې يووالې ضد اعمال ترسره كوي،كله ځان دقوم مشر،كله ځان دمذهب امام،كله ځان ديوه سمت رهبراوداسي نورټاكې ،له بده مرغه هيڅوك ورڅخه دانه پوښتي چې ته چادافغانستان دخلكودقومونو،مذهبونواوسمتونومشركړي؟ولې ديوقوم موجوديت په داسى يوچاپوري وتړل شي،چې هغوى ته زموږدقومونومشري زموږدهيواد اوخلكودوستانونه دښمنانووركړي ده.زماپه نظرهرهغه څوك كه په ريښتياسره دافغانستان اوزموږدځوريدلوخلكوژغورل غواړي دټولوتعصباتوڅخه دي لاس واخلې ،اوټولو قومونو اوژبوته بايد دوه اړخيزه درناوي وشې ځكه داديوه قوم اويوي ژبې پوري اړه نه لري دادټولوافغانانوكاردي.
څلورمه ستونزه:زموږپه هيوادكې دبهرنيوځواكونوشتون دى،چې له بده مرغه دابايدومنوچې افغانستان نن ورځ يوداسې ملې پوځ نه لري چې دبهرنيوځواكونودوتلوڅخه وروسته دي په افغانستان كې امنيت دټينګښت ضمانت وكړي.ديادوولووړده چې افغانستان خپل ملې پوځ دهمدغودريولسيزوپه جګړوكې لومړى په ګوندي،سمتي،منطقوي،اومليشوي پوځونوبدل كړاوپه پاى كې له منځه ولاړ.پوځ چې په يوه هيوادكې داستقلال،ځمكنۍ بشپړتيا،اودملې نواميسوساتونكې دي بايد د هيواداودخلكودګټوڅخه دفاع وكړي نه ديوګوند اوياديوفردله ګټوڅخه،دافغانستان دملي پوځ له منځه وړلوپړه به په يوه ګوند،يوي ډلي،اوياپه يوه شخص دلته نه اچووځكه داډيراوږدبحث غواړي خوترټولوښه قضاوت به پدي هكله تاريخ وكړي.
پنځمه ستونزه:ترټولولويه بدمرغي زموږدخلكوبې سوآدي ده،چې دادهمدغوجګړومحصول ګڼلاى شو.دازموږدهيواداودخلكوددښمنانويوه زړه تګلاره ده چې دوى ټول عمرددي لپاره هڅه كړې چې افغانان دپوهې له نعمت څخه محروم وساتې ترڅودوى وكولاى شې ډيرپه آسانه توګه له افغانانوڅخه دافغانستان پرضدګټه واخلې.ددښمن ددي ناوړي تګلاري په وړاندي بايدځوانان په هره كچه مخنيوي وكړي،اوداپوښتنه وكړي چې ولې يې ښوونځي په اورسوځول كيږي؟اوولې يې دهيوادروڼ انده شخصيتونه په ډول اوډول نومونوياوژل كيږي اوياله هيواد څخه وتلوته مجبوريږي؟
شپږمه ستونزه:غربت اوفقر(اقتصادي ستونزي)داهغه ستونزي دي چې دنړۍ د ډيروهيوادونوخلك ورسره لاس اوګريوان دي،خوپه نوروهيوادنوكې يوه داسي دولتي اداره ياسيستم موجوددى چې خپلوخلكوته يې دانسانې ژوندترټولوسترنعمت سوله اوامنيت ټينګ كړى خلك يې لږياډيرځانته دومره څه جوړوي چې ژوندپرې تيركړي.خوزموږپه هيوادكې له بده مرغه دخلكولپاره داقتصادي ستونزودحل لاره دجګړي ډګرته وردانګل دي.جګړه زموږدخلكولپاره د ډوډى پيداكولويوه وسيله ګرځيدلې.اوهمداځوانان دي چې ترننه هم دهمدغي جګړي په اوركې سوځيږي.
شپږمه ستونزه:داسلام دسپيڅلي دين په نامه زموږپه هيوادكې دغربي نړۍ ترچترلاندي ناوړه ګټه اخيستل دي چې داهم له بده مرغه زموږدخلكوبې خبري دخپل دين په اړوندڅرګندوې، دبې خبرۍ خبره زه دلته دقرآن عظيم الشان ددي مبارك ايت په رڼاكې كوم چې فرمايې(اِنمالمومنونَ اخوة)يعني مومنان سره ورونه دي.نوچې موږپدي مبارك ايت ايمان لروبياولي همدامسلمانان په ژبو،رنګونو،قومونواوداسي نوروډلوويشو،ترټولوخودتعجب وړكاردادى چې زموږپه هيوادكې له بده مرغه داسي جګړه روانه ده چې دجګړودليكودواړوخواوته ديوبل په لوردتوغنديودتوغولووخت كې دايوغږاوريدل كيږي چې (ناره تكبيرالله اكبر)سوالونه پيداكيږي دواړه خواوي دالله اكبرغږكوي،يوه خواهم خپلومړوته شهيدان اوژوندوته غازيان وايې بله خواهم په همدي ډول نوبياداغداراوهلاك څوك شو؟داداسي يوسوال دي چې ترننه يې زموږپه هيوادكې ځواب نه دى پېداكړى.ځوانان بايد داهيره نه كړي چې موږافغانان سره له دي چې تاريخي ريښي لروديوه دين پيروان هم يو.
اوومه ستونزه:دبهرنيواستخباراتي شبكوسره ديوشميرافغانانوكاركول اودپرديوپه ګټه په افغانستان كې خپل ژوندوقفول،ددي خلكوشميره له بده مرغه زموږپه هيوادكې له كچې وتلې ده.داهغه خلك دي چې دخپلوځانې ګټوپه خاطرزموږپه هيوادكې دملي ګټوضداعمال ترسره كوي،اوپدي هم وياړي چې د يوي بهرنۍ جاسوسۍ شبكي ته دمزدورپه توګه دنده ترسره كوي.
ددي خلكودايوه دنده داده چې په هيوادكې د ملې غورځنګونو،اوهيوادپالوافغانانودراجګيدلومخه ونيسي اوپه هرډول چي وې له منځه يې يوسي،لومړۍ هڅه كوې چې په افغانستان كې يې دروان سياسي بهير څخه ګوښه كړي اوكه پدي ونه توانيږي نوژوند ته يې په ساده ډول دپاى ټكې ږدي.
اتمه ستونزه:زموږپه هيوادكې دګڼ شميرسياسي ګوندونوثبتول(راجسټر)چې شميره يې له سلوڅخه زيات دى.داهم دافغانستان دخلكوويشل په څوكوچنيوډلودي چې په خپله ددي خبرى څرګندونه كوي چې بهرنيان نه غواړي په افغانستان دوه يادري لوى سياسي ګوندونه منځ ته راشي،اودبهرنيانودوتلوڅخه وروسته دهيوادسياسې واګې په لاس كې ونيسي.په همدي ډول يې دافغانانويوفكرپه سلګونوفكرونوويشلې اوديوه مشر پرځاى يې ورته سل مشران جوړكړي دي.ديادوولووړده چې په وروستيونهوكالونوكې جوړشوي سياسې ګوندونه تراوسه هيڅ يوپه ځان كې داتوان نه دى پېداكړي چې دبهرنيوځواكونوله وتلوڅخه وروسته دي دهيوادسياسي واګې ترلاسه كړي اوامنيت دي ټينګ كړي،ځكه دډيروګوندونودغړوشميره په لسګونوكې ده .داسې ګوندونه هم ثبت شوې ووچې حتى سل غړي يې هم نه درلودل.
نهمه ستونزه:دنړۍ والې ټولني دوه مخيزه سياست اودناټودپوځې ځواكونوبې رحمه عمليات په افغانستان كې دتروريزم پر ضددمبارزي ترشعارلاندي دبې وزلوافغانانووژل دي، چې زه پدي هكله دهرافغان د چوپتيا اختيارول دخپل وطن اوخلكوسره ترټولوسترخيانت بولم.دامريكادمتحده ايالاتوپه مشرۍ نهه كاله په افغانستان كې د اسامه اودهغه دپلويانوپه لټون كې تيرشول، خوترننه يادوى ونه غوښتل اويايې ونشوكولاى چې اسامه اوپلويان يې يا ونيسې اويايې له منځه يوسي، ولي په زرګونوبې ګناه افغانان يې په شهادت ورسول.دعصري پوځي ټكنالوژى په درلودوسره دوى څنګه نشې كولاى چې دالقاعدي اودطالبانودغورځنګ مخه ونيسي ؟ولې په زغرده بايدداووايم چې دوى نه غواړي په افغانستان كې سوله راوړي اويوملي افغانې حكومت جوړكړي.
زماغوښتنه له روڼ انده ځوانانوڅخه داده چې زموږ دهيواد پدي حساسوشيبوكې خاموشې اختيار نه كړي،اودځان غوښتونكواوهيوادپلورونكو دهوسونوقربانې نشي.څومره به ښه وي كه دوروستيودريولسيزودجګړوانځورونه اوعاملونه په خپل ذهن كې ځاى كړواوعبرت ترې واخلو،راځۍ چې دخپل ويجاړهيواد دخلكوعْېنې تاريخ په غورسره ولولو،راځۍ چې له هغې كونډي ميرمنې څخه وپوښتوچې ميړه يې دچادهوسونوقربانې شوې؟چې نن زموږ دويجاړهيوادپه ويجاړوكوڅوكې سوال كوې،اويادغربت تيارودومره مجبوره كړې چې نامشروع كارونوته يې لاس اچولې ترڅوخپلويتيمانوته دخوراك څه پېداكړې.
راځۍ دهغوبورومېندوڅخه وپوښتوچې زامن يې په كومه لار اودچاپه نوم قربانې شول؟
راځۍ له هغومعصوموماشومانوڅخه وپوښتوچې نن ورځ ښوونځي ته دتلوپرځاى زموږ دهيوادپه بازارونوكې ګرځي اوداوايې (كاكا بوټونه دى راكړه چې رنګ يې كړم )
په پاى كې راځۍ دهمدغوبدمرغوحالت دهغووطن پلورونكواوولس پلورونكومشرانودميرمنو،مېندو،اوبچيانوسره پرتله كړوچې نن هم په دنګومحلونوكې اوسيږې اودنړۍ ترټولوقيمتې موټروكې سپريږي،اوبچيان يې په امريكا اوغربي اروپا په هيوادونوكې په زده كړواوياپه مستۍ بوخت دي.
دبشريت تاريخ داڅرګنده كړي په هره ټولنه كې چې دظلم اواستبدادتوره دمظلوموانسانانودمرۍ په وينوسره شي انجام يې په هغه ټولنه دعدالت په خاطريوبغاوت دى، خودداسي يوسالم بغاوت چې وكولاى شې حق حقدارته وسپارې.
دويجاړافغانستان دودانيدو،اودټولنيزعدالت دپلې كيدوپه هيله.
اسد ميوند-مسكو-د۲۰۱۰زيږديزكال ددسمبردمياشتي دريمه نېټه