د جاپان امپراتور ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بريا مبارکي ويلي

روهي (درېنۍ/۱۹ د وري)، د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر پاڼې پرنسټ د جاپان امپراتور ناروهیتو افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشريزو ټاکنو کې يو ځل بيا د بريا مبارکي ويلي. 

خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ناروهیتو افغان ولس او ولسمشر غني د مبارکۍ ترڅنګ، په چارو کې يې د بريا هيله ښوودلې. 

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، هندوستان، کويټ، سرېلانکا، پاکستان او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو افغان ولسمشر غني د بيا ولسمشر کېدو د مبارکۍ پيغامونه رالېږلي وو.