نړۍ کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې: ۱،۳ مېلېون پرې ککړ، ۷۳ زره مړه او ۲۵۰ زره رغېدلي دي 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر يو مېلېون او درې لکه ته ورسېد. دغه ويروس اوس مهال د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی. د وروستيو شمېرو پر اساس له ۷۳ زره ډېر کسان مړه شوي او بيا تر ۲۵۰ زره نور له درملنې وروسته رغېدلي دي. 

امريکا، هسپانيه او ايټاليا درې هغه هېوادونه دي چې  د نوملړ په سر کې ځای لری. امريکا کې د ککړو کسانو شمېر ۳۳۷۶۳۸ او د مړو شمېر ۱۰۵۲۴، هسپانيه کې د ککړو کسانو شمېر ۱۳۱۶۴۶ او د مړو شمېر يې ۱۳۰۵۵ او همدا ډول په ايټاليا کې ۱۳۲۵۴۷ کسان په کرونا اخته شوي دي او ۱۶۵۲۳ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی. 

له بلې خوا افغانستان کې هم د کرونا ويروس د مثبتو پېښو د نن ورځې وروستۍ شمېرې ۴۲۳ ته رسېدلي. هرات، کابل او بلخ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تازه پېښې ثبت شوې دي.