امرالله صالح: ولسمشر غني هېڅکله د ماليې وزارت د وېش فرمان نه دی لاسليک کړی

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هغه خبرونه چې ګواکي ولسمشر غني د ماليې وزارت په درېيو برخو د وېش فرمان لاسليک کړی دی دروغ خبرونه بللي دي. 

صالح په ټوټېر ليکلي دي د وېلز په غبرګون کې ليکلي، "هغه فرمان چې تاسې يې په اړه خبرې کوی هېڅکله نه دی لاسليک شوی او د ماليې وزارت هېڅ برخه نه ده وېشل شوې."

امرلله صالح وړاندې ليکلي دي چې د ماليې وزارت په درېيو خپلواکو ادارو وېشل ټولې اوازې وې او بايد چې مونږ د دروغو خبرونو په اړه مبارزه وکړو. 

له بلې خوا تېره ورځ د ماليې نوماند او سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال خبريالانو ته کابل کې ويلي، چې ولسمشر غني ټول صلاحيتونه بېرته ماليې وزرات ته انتقال کړي دي.