تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې د کرونا ويروس ناروغانو شمېر ۴۲۳ ته ورسېد 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۶ تازه پېښو د ثبت وايي. دې سره په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته پورته شو. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار رسنيو ته ويلي دي، چې  ۲۷ تنه په هرات، ۱۲ کابل، ۱۰ کندهار، ۵ بلخ او ۲ په ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د کوېډ-۱۹ لوړې شمېر لومړی په هرات او روپسې کابل کې دي. تېره ورځ د محمد حنيف په نوم يو افغان ډاکټر هم د کرونا ويروس له امله ومړ. 

د هېواد عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې کرونا دې جدي وګني. روغتيا پالان اندېښنه لري چې که چېرې خلک قرنطين مراعات نه کړي او کورونو کې کې پاتې نه شي افغانستان کې د کرونا ويروس خپرېدل چټک کېدای شي.