کرونا ويروس د انګلستان د لومړي وزير روغتيايي وضعيت خراب کړی او د روغتون بېړنۍ خونې ته لېږل شوی

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د انګلستان لومړی وزير بوریس جانسون نېږدې درې اوونۍ وړاندې معاينه شو او کرونا ويروس يې مثبت وو. دی تر پرون پر خپل کور کې قرنطين وو. 

تېره ورځ د نوموړي تبه او د کرونا ويروس نورې نښې شدېدې شوې او روغتون کې بستر شو. ويل کيږي چې د نوموړي روغتيايي وضعيت خراب دی او اوس مهال د روغتون په بېړنۍ خونه کې دی. 

د نوموړي پر ځای د حکومت چارې بهرنيو چارو وزير اومنیک رااب ته سپارل شوي دي. بوریس جانسون تر يو وخت له قرنطين دولتي چارې سمبال کړي، خو اوس نه شي کولی او يوازې د خپلې روغتيا په فکر کې دی.