ولسمشر غني د ماليې وزارت د وېش فرمان بېرته واخېست 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د وري)، د کورنيو او بهرنيو فشارونو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه فرمان او طرحه چې په پايله کې يې د هېواد ماليې وزارت په درېيو خپلواکه  ادارو وېشل کېدو بېرته واخېست. 

د مالیې وزارت سرپرست او نوماند عبدالهادي ارغندیوال نن ورځ رسنيو سره خبرو کې ويلي چې ولسمشر غني بېرته د ماليې وزارت ټول صلاحيتونه او چارې دغه وزارت ته ورکړې دي. 
ارغنديوال ويلي،  "فعلاً هیڅ کومه ستونزه نشته، د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د مالی وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي، هیڅ بل ارګان به مداخله ونکړي".

ولسمشر نېږدې شل ورځې وړاندې د يو فرمان پر اساس د ماليې اوسني وزارت څخه د عوایدو، ګمرکونو او خزایې په نوم درې خپلواکې ادارې جلا کړې وې، چې ياد فرمان په کور دننه او بهر کې له منفي غبرګونونو سره مخ شو.