عبدالله عبدالله د سياسي کړکېچ د پای لپاره درې شرطونه وړاندې کړي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د وري)، تېره ورځ يو شمېر افغان سياسي مشرانو له ولسمشر غني د کابينې په ټاکلو کې د ځنډ او له عبدالله عبدالله څخه د غوره شوي ضرب الاجل د غځېدو غوښتنه وکړه، ترڅو په پايله کې يې د ټاکنو پر سر راپورته شوی سياسي کړېکچ حل شي. 

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي دغه غوښتنې ته ولسمشر غني اوپخواني  اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله مثبت ځوابونه وويل. 

د عبدالله عبدالله يو وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د دوی د سياسي کړکېچ حل غواړي، خو بايد د ولسمشر ترڅنګ د اجرائيه رئيس پوست هم رامنځ ته شي. 

له بلې خوا عبدالله عبدالله ته يو شمېر نېږدې سرچينو ويلي دي چې عبدالله عبدالله د اجرائيه رئيس پوست، د سولې عالي شورا مشري او په حکومت کې خپلو کسانو ته د ۴۰ سلنې ونډې غوښتنه کړې ده. 

په ورته وخت کې ويل شوي دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ هڅه کوي کوي ترڅو  په پنځه ورځني فرصت کې د عبدالله عبدالله له نېږدې کسانو عبدالرشيد دوستم، محمد محقق او محمد کريم خليلي سره په انفرادي ډول خبرې - اترې وکړي او حکومت کې برخه ورکړي.