جاپان کې سبا بيړنی حالت اعلانيږي 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وري)، د جاپان دولتي رسنۍ ويلي دي چې سبا به لومړی وزير شینزو آبه د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په ټول هېواد کې بيړنی وضعيت اعلان کړي. د بيړني وضعيت په لړ کې به خلک په کورونو کې پاتې او کار او بار به وتړل شي. 

د جاپان حکومتي مسوولينو ويلي دي چې دغه هېواد کې په ګرځبنديز د نړۍ د نورو هېوادونو په ډول په زور نه پلی کيږي بلکې د جاپاني کلتور پر اساس خلک د حکومت لارښوونې اړينې ګڼي او دوی به په قرنطين کې پاتې شي. 

د يو شمېر سيمه ييزو فشارونو له امله جپان اړ شو چې ګرځبنديز اعلان کړي. جاپان د نړۍ هغه هېواد دی چې سره دې چې چين سره نېږدې پروت دی خو د کرونا ويروس د پېښو شمېر په کې کم دی.