کشمير کې د کرونا ويروس د ګرځبنديز په نښته کې دري هندي پوځيان او نهه ولسي وګړي وژل شوي  

روهي (دوه نۍ/۱۸ د وري)، تېره ورځ د هندوستان تر واک لاندې کشمير کې د هندي پوځيانو او ولسي وګړو ترمنځ تاوتريخوالي کې دريی هندي پوځيان او نهه ځايي وګړي وژل شوي دي. کشمير کې دغه تلفات په دوه جلا نښتو کې رامنځ ته شوي دي. 

د هند حکومت دغه پېښې تائيدوي او زياتوي چې پوليسو د خلک د تګ راتګ مخه نېوله چې امله يې نښې رامنځ ته شوې او دغه تلفات يې پېښ کړي دي. 

د هندوستان تر والکې لاندې کشمير چې اکثريت وګړي يې مسلمانان دي، تېر کال د اګست په مياشت کې د پوځي ګرځبنديز لاندې وو او اوس مهال د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په کې ګرځبنديز لګولی شوی دی.