کرونا ويروس د انګلستان لومړی وزير لومړی کور- بند او اوس يې د روغتون تر بستر ورسولو 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وري)، نېږدې لس ورځې وړاندې د انګلستان لومړی وزير بوریس جانسون په کرونا مرګوني ويروس ککړ شو. هغه اړ شو چې لس ورځې په کور د قرنطين په ډول تېرې کړې. 

د بوریس جانسون ډاکټر وايي چې نوموړی په دې لسو ورځو کې نه دی رغېدلی او اوس مهال په روغتون کې بستر شوی دی. که څه هم ډآکټر د نوموړي روغتيايي وضعيت ښه بولي خو وايي چې د کرونا ويروس نښې يې شديدې شوې دي. 

نوموړی شديده تبه لري او تر هغې چې رغېدلی نه وي  روغتون کې به بستر وي. د بوریس جانسون په شمول د نړۍ يو شمېر نورې سياسي مشران او مشهورې څېرې هم په دې ويروس اخته شوي دي.