کرونا په افغانستان کې؛ پرون يې شمېر ۳۴۹ خو نن ۳۶۷ ته پورته شو؛ د کرونا ويروس ۱۸ نورې پېښې ثبت شوې 

روهي (درې نۍ/۱۸ د وري«، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې د اتلسو نوې پېښو په ثبت سره افغانستان کې د کرونا مرګوني ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۳۴۹ څخه ۳۶۷ ته پورته شوی دی. 

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې ۳۰ تنه نور په کرونا اخته شوي چې ۱۶ یې په هرات، ۶ کابل، ۳ کندز، ۲ فاریات او یو تن په داکنډي ولایتونو کې دي. له دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ تنو ته ورسېده.

له تېرو دوه اوونيو کې په افغانستان کې نېږدې هر ورځ د کرونا ويروس د تازه پېښو د ثبت خبر ورکول کيږي. روغتياپالان له خلکو غواړي چې که چېرې په کورونو کې پاتې نه شي، نو احتمال شته د ويروس د خپرېدو لړۍ چټکه شي.