د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه)

الجزيره: کرونا په نړۍ کې: ۶۰ زره تنه مړه، يو مېلون او ۱۴۰ زر پرې اخته او د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو ته رسېدلی دی 
روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو او تلفاتو  ورووستۍ شمېر ښيي چې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې دغه ويروس تر اوسه ۶۰ زره کسان مړه کړي او ټول - ټال يو مېلېون او ۱۴۰ زره کسان نور پرې ککړ شوي دي. همدا ډول ۲۳۳ زره کسان له دغه ناروغۍ رغېدلي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو کې د ککړو کسانو شمېر  ۳۰۱۹۰۲ ته رسېدلي او ۸۱۷۵ کسان ترې مړه شوي دي. د مړينې تر ټولو لوړه شمېر چې  ۱۵۳۶۲ ته رسيږي په هسپانيه کې ده. ورپسې ايټاليا کې کرونا ويروس ۱۱۷۴۴ کسانو ژوند اخېستی دی. 

هسپانيه کې د ککړو کسانو شمېر ۱۲۴۶۳۲ او ايټاليا کې ۱۲۴۷۳۶ تنو ته رسېدلی دی. امريکا، ايټاليا او هسپانيه نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر  د نړۍ له بل هر هېواد په کې لوړ دی. 

افغانستان کې بيا د کرونا ويروس د مثبثتو پېښو شمېر نن ورځ ۳۳۷ ته ورسېد چې ترټولو ډېرې يې په هرات او ورپسې کابل ولايت کې دي. تر اوسه دغه ويروس د افغانستان شلو ولايتونو ته رسېدلی دی. 

رويټرز: د ټرمپ وړاندوينه: راتلونکو دوه اوونيو کې به په ګڼ شمېر امريکایان مړه شي 
روهي (يوه نۍ/۱۷د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې کرونا ويروس به راتلونکو دوه اوونيو کې د ګڼ شمېر امريکايانو ژوند واخلي. 

نوموړي سپنې ماڼۍ کې خبريالانو سره په لنډو خبرو کې ويلي دي، چې راتلونکې دوه اوونۍ به د امريکايي ولس لپاره مرګونې وي. نوموړي له خلکو غوښتي دي چې کورونو کې پاتې شي. 

ولسمشر ټرمپ هغه نيوکې چې د امريکا حکومت نه توانېدلی چې په ښه ډول د کرونا ويروس سره مبارزه وکړې رد کړي او ويلي د چې حکومت خپلې ټولې شونتيا په کار اچولي دي. 

امريکا کې درې لکه او شپږ زره کسان په کوېډ-۱۹ اخته شوي دي او اته زره درې سوه کسان له دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

جيونيوز: پاکستان له خپلې هوا هندي الوتنو ته اجازه ورکړه 
روهي (يوه نۍ/۱۷ذد وري)، د پاکستان حکومت هغه هندي الوتنې ته اجازه ورکړې ده چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې روغتيايي توکي له هندوستان د جرمني فرانکفورت ته وړل. 

پاکستان ويلي دي چې  کرونا ويروس يوه نړيواله وبا ده او په دې حساس وخت کې به دوی مرسته وکړي او سياسي کړکېچونه به شاته کړي. 

د هندوستانۍ الوتکې يو پېلوټ هم ويلي دي چې هغه مهال چې د دوی الوتکه د پاکستان کراچۍ ته دننه شوی، د پاکستاني چارواکو له خوا يې تود هرکلی وشو، 

د ملګري ملتونو عمومي سرمنشي هم د نړۍ له ټولو هېوادونو او مخالفو ډلو غوښتي دي چې د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره دې سياسي کړکېچونه پرېږدي او اوربند دې وکړي. 

له دې وړاندې پاکستان او هندوستان د کشمير پر سر سره پوځي او سياسي کړکېچ کې وو چې په پايله کې پاکستان له خپلې هوا د هند الوتنې بند کړې وې. 

العربيه: د ایران ادعا: کرونا ويروس امريکا او اسرائيلو خپور کړی 
روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، د ايران د ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي په شمول يو شمېر ايراني دولتي لوړپوړي چارواکي ادعا کوي چې دغه هېواد امريکا او اسرائيلو په قضدي ډول کرونا ويروس رسولی دی. 

ايراني چارواکي پرته له دې چې په دې اړه څرګند ثبتونه وړاندې کړي، اسرائيل او امريکا تورنوي چې د ايراني ولس او حکومت  د ځپلو په پار يې د کرونا په څېر له بيالوژيکي وسلې ګته اخېستې ده. 

ايران په داسې وخت کې دا ادعا کوي چې د نړۍ  په ۱۸۰ هېوادونو کې کرونا ويروس خپور شوی دی امريکا هغه هېواد چې د مثبتو پېښو شمېر يې د نړۍ له بل هر هېواد لوړ دی. 

تر اوسه ټوله نړۍ کې ۶۰ زره کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي، يو مېلېون او دوه لکه نور پرې ککړ دي.