افغانستان کې يې د مثبتو پېښو شمېر ۳۴۹ ته ورسېد؛ تېرو ۲۴ ګړيو کې ۱۲ نور کسان په کرونا اخته شوي

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، تر نن سهاره افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته شمېر ۳۳۷ وو، خو د ۱۲ تازه پېښو په ثبتېدو سره دغه شمېره ۳۴۹ ته پورته شوه.  د هېواد عامې روغتي وزارت دغه شمېر تائيد کړې دي. 

د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار وایي په افغانستان کې ۱۲ تنه نور په کرونا اخته شوي دي. د نوموړي په وينا چې  په کرونا دا اخته کسان ۹ تنه په هرات او ۳ یې په نیمروز ولایتونو کې دي. 

افغان حکومت هېواد کې د کرونا ويروس د پېښو په ډېرېدو اندېښنه ښوودلې ده؛ له وګړو يې غوښتي دي چې د روغتيا وزارت د مسوولينو لارښوونې په پام کې ونېسي د قرنطين اصول مراعات کړي.