ولسمشر غني د وزيرانو ټاکل تر پنځو ورځو وځنډول 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حامدکرزي، رسول سياف، يونس قانوني او کريم خليلي هغه غوښتنې ته چې تر يو وخت دې د کابينې د وزيرانو ټاکل وځنډوي، مثبت ځواب ورکړی دی. 

د ولسمشر سلاکار وحید عمر په ډاګه کړې، چې د مشرانو او سیاسي رهبرانو په غوښتنه ولسمشر اشرف غني سپارښتنه کړې؛ د کابینې په اړه ټاکنې دې ۵ ورځې ودریږي، چې سیاسي خبرو لپاره زمینه برابره شي.

نن ورځ عبدالله عبدالله هم پر خپلې فېسبوک پاڼې وليکل چې د سياسي مشرانو د غوښتنې په اساس هغه وخت چې نوموړي د سياسي کړېکچ د حل لپاره ځانګړی کړی وو وغځوي. 

نن ورځ حامدکرزي، رسول سياف، يونس قانوني او کريم خليلي په يوې ګډې اعلاميې کې له ولسمشر غني د کابينې د غړو د ټاکلو بهير ځنډولو او له عبدالله عبدالله د ضرب الاجل وخت د غځولو غوښتنه کړې وه، چې دواړو مثبت ځواب ورکړی.