د ولسمشر غني او حنيف اتمر ترمنځ د نظر اختلاف څنګه حل  او ولې حنيف اتمر ته بهرنيو چارو وزارت ورکړل شو؟ 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، محمد حنيف اتمر نن ورځ د هېواد بهرنيو چارو وزارت ودانۍ کې د دغه وزارت د نوماند او چارسمبال وزير په توګه معرفي شو. نوموړي بهرنيو چارو وزارت کې له ناستې وړاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او خپله طرحه يې ورته وړاندې کړه. 

محمد حنيف اتمر خپلو خبرو کې وويل چې د ټاکنو پايلو له اعلان وروسته ولسمشر غني په يو زورور  له ټولو پخوانيو همکارانو او ټاکنيزو رقيبانو وغوښتل چې تېر اختلافات هير کړي او د يو واحد افغانستان لپاره  يوځای شو. 

اتمر ويلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د دوی ټاکنيزې ډلې ته وړانديز وشو، چې د بهرنيو چارو وزارت مشري واخلي. اتمر ويلي چې ما او ولسمشر غني په دې اړه درې ځلې مخامخ ناسته کړې او وروسته  دې پايلې ته ورسېدو چې زه د بهرنيو چارو وزارت مسووليت واخلم. 

اتمر اعتراف وکړ چې په تېر کې يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره سياسي او د نظر اختلاف درلود، خو دوی دغه اختلافونه اوس شاته کړي  دي او اوس مهال غواړي افغانستان کې د جمهوريت ساتنې او سولې لپاره کار وکړي. 

محمد حنيف اتمر وايي چې د بهرنيو چارو وزارت وړانديز د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا  ورته شوی وو او وړاندې له دې چې مونږ دغه وړانديز ومنو، څو ځلې مو ناستې او خبرې وکړې او خپلې برنامې مو ولسمشر ته وړاندې کړې. 

محمد حنيف اتمر د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې دی به د خپلو تېرو تجربو په ګټې د افغان سولې لپاره سيمه ييزه اجماع رامنځ ته کړي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې د ټاکنيز کړکېچ په اړه وويل چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو د ټاکنيزو کېمسيونونو غړي وټاکل او اوس په کار ده چې د همدې کمېسيونونو پرېکړه ومنل شي او د سياسي کړکېچ له جوړولو ډډه وشي.