
روهي (يوه نۍ/۱۷ذد وري)، د پاکستان حکومت هغه هندۍ الوتنې ته اجازه ورکړې ده چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې روغتيايي توکي له هندوستان د جرمني فرانکفورت ته وړل.
پاکستان ويلي دي چې کرونا ويروس يوه نړيواله وبا ده او په دې حساس وخت کې به دوی مرسته وکړي او سياسي کړکېچونه به شاته کړي.
د هندوستانۍ الوتکې يو پېلوټ هم ويلي دي چې هغه مهال چې د دوی الوتکه د پاکستان کراچۍ ته دننه شوی، د پاکستاني چارواکو له خوا يې تود هرکلی وشو،
د ملګري ملتونو عمومي سرمنشي هم د نړۍ له ټولو هېوادونو او مخالفو ډلو غوښتي دي چې د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره دې سياسي کړکېچونه پرېږدي او اوربند دې وکړي.
له دې وړاندې پاکستان او هندوستان د کشمير پر سر سره پوځي او سياسي کړکېچ کې وو چې په پايله کې پاکستان له خپلې هوا د هند الوتنې بند کړې وې.