د افغان ولسمشر په امر هرات کې د کرونا ناروغانو لپاره په شلو ورځو کې سل بستريز روغتون جوړ شو 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، هرات ولايت کې په تېرو شلو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پّ امر او لارښوونه يو سل بستريز روغتون د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره جوړ او ګټې ته وړاندې شو. 

نن ورځ د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ياد روغتون د پرانېستې لپاره هرات ته تللی وو چې د هران پخواني والي عبدالقیوم رحیمي او نوي والي وحيد قتالي سره يوځای يې پرانېسته وکړه. 

د يادونې ده چې نن ورځ د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش له خوا وحيد قتالي هرات ته د نوي والي په توګه ور معرفي  شو.