عبدالله عبدالله د حامد کرزي غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، د افغان حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د حامدکرزي، عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني او محمد کريم خليلي هغه غوښتنې ته مثبت ځواب ويلي چې د سياسي کړکېچ د حل په پار يې ترې وخت غوښتی. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، چې له خپلو رايو دفاع کوي او د سياسي کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د يو شمېر سياسيونو هڅې او منځګړېتوب ستايي او هغه ضرب الاجل چې ده پخوا ټاکلی وو، غځوي. 

نن ورځ حامدکرزي، عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني او محمد کريم خليلي له ډاکټر عبدالله عبدالله  غوښتي وو؛ چ[ې هغه وخت چې نوموړي د بحران د حل لپاره ټاکلی دی، نور هم وغځوي. 

دغه مشرانو په ولسمشر غني هم غږ کړی وو چې د سياسي بحران تر حل پوري دې پر دولتي څوکيو د کسانو  ټاکل کېدل وځنډوي.