د ټرمپ وړاندوينه: راتلونکو دوه اوونيو کې به په ګڼ شمېر امريکایان مړه شي 

روهي (يوه نۍ/۱۷د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې کرونا ويروس به راتلونکو دوه اوونيو کې د ګڼ شمېر امريکايانو ژوند واخلي. 

نوموړي سپنې ماڼۍ کې خبريالانو سره په لنډو خبرو کې ويلي دي، چې راتلونکې دوه اوونۍ به د امريکايي ولس لپاره مرګونې وي. نوموړي له خلکو غوښتي دي چې کورونو کې پاتې شي. 

ولسمشر ټرمپ هغه نيوکې چې د امريکا حکومت نه توانېدلی چې په ښه ډول د کرونا ويروس سره مبارزه وکړې رد کړي او ويلي د چې حکومت خپلې ټولې شونتيا په کار اچولي دي. 

امريکا کې درې لکه او شپږ زره کسان په کوېډ-۱۹ اخته شوي دي او اته زره درې سوه کسان له دغه ويروس له امله مړه شوي دي.