مېکروب، ويروس او بکتريا څه ډول موجودات دي؟ جوړښت، انسان ته ضرر او ګټه يې دلته ولولئ 

د کرونا ويروس په خپرېدو سره به مو د ويروس، ميکروب، اڼتي بيوټيک او يو شمېر نورې کلمې ډېرې تر غوږونو شوې وي. يا دا چې تر ډېره وايو چې کرونا ويروس او يا هم اورو چې کرونا ويروس؛ نو  دلته دا درته په ګوته کوو چې ميکروب، ويروس او بکتريا څه دي؛ د انسان وجود لپاره ګټه لري او که زيان؟

۱- ميکروب: ميکروب انګلېسي کلمه ده چې Microbe لېکل کيږي. په عام ډول د ميکروب کلمې په اورېدو سره د خلکو ذهن ته چټلي او ناروغۍ ورځي. د ميکروب کلمه په مسلکي ډول نه کارول کيږي، بلکې د ميکروب کلمې مکمل ډول چې Microorganism ده، په علمي ډول کارول کيږي. 

Microorganism  ډېر کوچني ژوندي موجودات دي چې په هر ډول چاپيريال؛ هوا، ځمکه او اوبو کې پيدا کيږي. د انسان وجود هم د مېلېونه Microorganism کوربه دی. دا چې Microorganism  ډېر واړه موجودات دي نو په عادي ډول په سترګو نه لېدل کيږي او په همدې اساس د micro مختاړی ورسره کارول کيږي. 

د ميکروب په اړه مهمه خبره دا ده چې په طبي او علمي ډول د ميکروب کلمې پر ځای ميکرو اورګانېزم (Microorganism) کلمه استعماليږي او د ميکرو اورګانېزم مانا ويروس، بکترياوې، فنجي او نور په سترګو نه لېدل کېدونکي موجودات دي. 

۲- بکتريا: بکتريا يو کوچنی ژوندی موجود يا Microorganism دی، چې يوازې يوه حجره لري. د شوې څېړنو پر اساس ۹۹ سلنه بکترياوې ګتورې دي او يوازې يو سلنه بکترياوې لکه د ټي بي بکترياوې مضرې او ناروغۍ رامنځ ته کوي. 

بکترياوې په اوبلن او وچ دواړه ځايونو کې ژوند کوي. د انسان په وجود کې په مېلېونه بکترياوې ژوند کوي چې ګتورې يې د هضم، دفاعي سېسټم او تناسلي برخو کې مرسته کوي او مضرې يې بيا عادي او شديدې ناروغۍ رامنځ ته کوي. وجود کې د مضرو بکترياوو د له منځه وړلو لپاره له antibiotics درملو ګټه پورته کيږي. خو د ويروسونو په برخه کې بيا له antibiotics ګټه اخېستنه بې اغېزې دي او نورې منفي پايلې لرلی شي. 

۳- ويروس: ويروسونه حجره نه لري. ويروسونه له يو او څو مولکولونو (molecules) جوړ شوي دي چې د يو پروټيني قشر په وسيله پوښل شوي دي. د بکترياوو خلاف ويروسونه بيا تر ډېره مضر دي، چې دايډز په شمول ډېرې نورې خطرناکې ناورغۍ رامنځ ته کوي. 

ويروسونه پرازيټي ژوند لري او په خپله نه شي کولی توليد وکړي. هرکله چې ويروسونه وجود ته دننه شي نو د انسان حجرې د ميزبان يا کوربه په ډول نيسي او بيا هلته خپل فعاليت پيلوي.