افغان حکومت کابل کې ۲۰۰زره بې وزله کورنيو ته د لس زره ټنه غنمو د وېش لړۍ پيل کړې 

روهي (يیوه نۍ/۱۷ د وري)، د هېواد کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې له تېرو څو ورځو يې کابل کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په بې وزله او اړو کورنيو د غنمو د وېش لړۍ پيل کړې ده. 

افغان چارواکي وايي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا  د لس زره ټنه غنمو د وېش واک د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې کمېټې  ته ورکړل شوی دی چې د کرنې وزارت سره يو ځای يې د وېش لړۍ پيل شوې ده. 

افغان چارواکي وايي چې د غنمو ترڅنګ به اړو کورنيو ته دال، نخود، لوبيا او يو شمېر نور لومړني خوراکي توکي هم وويشي. 

د کابل له ځينو برخو داسې انځورونه رسنيز شوي دي، چې حکومت پرته له نوملړ او منظم پلان په خلکو غنم ويشي چې د ګډوډۍ او بې نظمۍ لامل شوی. 

کابل کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ۲۱ ورځې ګرځ بنديز اعلان شوی دی، خو ښاريان شکايت کوي، چې دوی اړ دی ترڅو د ورځې کار وکړي او خپلو کورنيو ته خوراک پيدا کړي.