د خپلواکۍ د جګړو ورته پایلې 

له هغه وخته،چې نړیوال استعمار د مدنیت او فرهنګ خپرولو په بهانه زموږ سیمې ته لاسونه را اوږد کړي دي،د افغاني خاورې لاندې کولو په تکل یې پنځه ځلي زموږ په هیواد یرغل کړی دی،هر ځلي یې واحد مضمون او ورته نتیجې لرلي دي.  نړیوال ښکیلاک هره پلا په خپل ناروا زور غره افغانستان ته په ټیټه سترګه کتلي ،تعرض یې پرې کړی او اشغال یې ورته آسانه ښکاره شوی دی.افغان ولس هر وارې په حقه بیساری مقاومت کړی دی،هره پلا یې جګړه ګټلې ده،اما هره پلا یې ډیر نقص کړی دی.د خبرې حقانیت له پاره د نژدې تاریخ پاڼې را اړوو:
 
 
۱- په ۱۸۳۹ م کال انګلیسانو د خپل برتیانوي هند د پولو پراخولو او د تزاري روسیې د احتمالي تعرض مخنیوي له پاره لوی لښکر(۳۵۰۰۰تنه) تیار کړ،شاه شجاع یې دمخه کړ او د کندهار په لور یې مارش کړ.په سل چال او فریب سره کندهار ته راورسیدل،په جنګ-جګړو،تطمعو سره یې غزني هم ونیوه ،ورپسې یې کابل هم تصرف کړ.شاه شجاع په نامه پاچا شو،اصلي واکمن مکناټن،برنس او جنرال کین وو.
 
په لومړیو کې عام ولس کوم خاص مقاومت ونښود،پدې اند،چې دا یواځې د شاه شجاع د پاچا کولو مسأله ده،هغه پخوانی زړور دوست محمد خان اوس د ځینو سردارانو دخیانتونوله کبله ،په خپل ولس اعتبار دلاسه ورکړی،لکه بګیل مړز وتښتیده.انګلیسانو هم د افغانستان نیول آسانه وموندل،په سړه سینه ځای په ځای شول،برنس دکابل ښار په منځ کې کور غوره کړ او مکناټن په بالاحصارکې استوګن شو.ډير وخت تیر نه شو،چې د وطن د اشغال انګازې په ولس کې خورې شوې،څپې شوې،جرګې شوې،غازیان  راټول شول، یو عام پاڅون شو.په داسې حال کې،چې ولس د انګریزي نیواک په ضد په ددو پښوجګړې ته ولاړ وو،دوست محمد خان پرته لدې ،چې ولسي مشرانو سره یا آن خپل زوی وزیر محمد اکبر خان سره سلا وکړي،د مکناټن په وړاندې حاضر شو او خپله توره یې ورته تسلیم کړه.وايي: د یو ستر ځواک په مقابل کې د یو کوچني ملت ماته خوړل شرم نه دی،بلکې د مقاومت پرته تسلیمیدل شرم دی.
 
اما د وطن اصلي څښتنان - ولس د خپلو ریښتیني مشرانو سره پاڅون ته دوام ورکړ،د کابل په ښارکې  یې د برنس بړستن  ټوله کړه،مکناټن یې بلې دنیا ته واستوه،په انګریزانو یې د افغان خاوره سور تنور وګرځاوه.د ډیر زورازمایي ،قتل وخون او چال وفریب وروسته انګریزان مجبوراً له افغانستانه نیم جانه ووتل.اما افغانستان د جنګ د میدان پهلوان په توګه په ملا مات شو:سند،کشمیر،پنجاب سربیره آن دیره جات او پیښورهم د انګریزي ښامار خيټې لاندې پاتې شول.
 
 د  استعماري ضد لومړۍ جګړې لومړی درس،چې ټولو افغانانو باید همیش په یاد ساتلی،اما نه یې دی ساتلی ،هغه دادی چې افغانان په وطن لکه ناموس مین،خپل سرونه ورکوي،د نړۍ تر ټولو ستر ښکیلاکګر ځواک ته یې د جګړې په میدان کې ماته ورکړه،د انګریزي لښکر د ناماتیدو طلسم يې مات کړ،چې ټوله دنیا ته يې د مقاومت لوست ورکړ،اما دولتي مشر یې د خپلو خلکو په زور بې باوره دې ،ولس اتفاق نه لري،مشران یې د ټول هیواد له حاله ناخبر دی،په جګړه کې مات دښمن یې ارزښتناکه خاوره ونیوله یعنې افغانانو  جګړه وګټله ،اما د سیاست له چالبازیو ناخبر، قیمتي خاوری یې وبایللې.
 
۲- استعماري حرص د انګریزانو د حافظې سترګې ړندې کړي وې،په ۱۸۷۹ م کال انګریزي لښکرو ،د روس او انګلیس ترمنځ د دیپلوماتیکو رقابتونو په پایله کې ، بیا پر افغانستان باندې د دریو خواوو څخه تعرض وکړ. شیرعلي خان ددې پر ځای ،چې خپلې قواوې او خلک منسجم او رهبري کړي،د روس دولت  درواغجنو مرستو ته یې ودانګل ،چې په مایوسۍ کې یې سترګې له دنیا پټې کړې. یعقوب خان دانګریزانو جنګي قرارګاه ته ورغی او د ګندمک ننګینه معاهده یې لاسلیک کړه. یعقوب خان په چړچو اخته شو او کیوناري له بالاحصاره خپله استعماري واکمنۍ چلوله.
 
په میدان پاتې شول د افغان بې تعریفه ولس د انګریزي یرغلګرو په ضد او افغاني خاوره د جګړې ډګر په توګه.په دې ډګر کې
د یوې کمې استثنا پرته،هر افغان سرباز دی اوهر سرباز یې وطنپال.ترټولو لومړی،د بالاحصار سرتیرو د کیوناري او د هغه د ساتونکو پوځیانو په ضد پاڅیدل، چاره یې ورته وکړه او بلې دنیا ته یې ولیږل.ها بله خوا د کندهار په میوند کې افغاني لښکرو او عام ولس د ایوب خان په مشرۍ،د انګریزي یرغلګرو سره مشت ویخن شول،افغاني خاوره یې پرې دوزخ کړه...
 
انګریزانو بیا هم پوه شول ،چې پدې خلکو یې واکمنۍ نشي چلیدلای،انګریزي چالونو ته یې پناه یوړه،د وتلو اراده یې وکړه،د انګریزي جرنیل په لاس روزل شوی عبدالرحمان خان يې د تزاري روسیې په سلا راوست،د ایوب خان په مشرۍ انګریزي ضد وسله وال پاڅون یې پرې وځپه،د غازیانو مشران لکه ملا مشک عالم،مولوي عبدالرحیم  اونوریې ووژل...کورني مخالفتونه یې وټکول.په ۱۹۹۳ م کال یې د انګریزانو سره ،په زور وه او که په رضا،د ډيورند کرښه ومنله ، باندنۍ استقلالیت یې له لاسه ورکړاو  افغان ملت یې په ملا مات پریښود،چې تر ننه د رغیدو نه دی،هیواد سمندري لارې له لاسه ورکړې ،چې د هیواد د وروسته پاتې کیدو له اساسي علتونو څخه یو دی.ګټلې جګړه د تسلیم طلبانه سیاست په متن کې د هیواد په زیان تمامه شوه.
 
۳- په ۱۹۱۹م کال افغانان په نړۍ کې د استعمار په ضد د ملي - ازادیبخښونکي پاڅون مخکښ په توګه،بیا د نړۍ د ستر قدرت په مقابل کې د خپلې آزادۍ روا حق اخیستلو له پاره ودریدل،د امان الله خان په مشرۍ یې خپل استقلال  اعلان کړ.انګریزان په خپل زور مغروره بیا هم د افغانانو د خپلواکۍ نارۍ ته اعتنا ونه کړه،جګړه يې وکړه،ماته یې وخوړه.استعمارشرم نه لري،یواځې ګټې لري.انګریزانو ولیده،چې افغانان د سپین بولدک په جبهه کې د عبدالقدوس خان په مشرۍ په بریالیتوب سره په وړاندې روان دي او د پکتیا په جبهه کې د نادر خان په مشرۍ د انګریزانو سنګرونه مات کړي او وړاندې روان دي،یو څو طیارې یې والوزولې ،په کابل یې څو بمونه وغورځول.افغاني مشران په جبهو کې د غازیانو له وړاندې تګ او بریاوو څخه ناخبر،د انګریزانو په حیله اوفریب وغولیدل،د ټولو افغاني خاورو ترلاسه کولو په ځای یې د هماغه نیمایې خاورې په خپلواکۍ  قناعت وکړ.د امان الله ځان څخه د ټول هیواد داستقلال د ریښتینو مشرانو او پلویانو د نارضایت لومړی علت همدا وُ،چې د انګریزانو په ضد یې جنګ په نیمه لار کې پریښود.په ملا مات پاتې هیواد هیڅګله هم آرام نه شي موندلی.د جګړې باتور ملت په بدن ټپي ټپي پریښودل شو،د سرو زرو په شان خاوره،د میړنیو میړني خلک،د بې ننګو بې ننګي او د ظالمانو ترحم ته بې سرنوشته پریښودل شول.بیا هم هماغه تاریخ تکرار شو:د جګړې ننګیالي ملت د سیاست په بې ننګۍ کې راګیرپاتې شو.
 
۴- په ۱۹۷۹م کال دا ځل د پرنګیانو او د هغوۍ د «فرهنګ»خپرولو سیاست په ځای ،شوروي اتحاد د «انترناسیونالستي»مرستو تر نامه لاندې افغانستان ونیو. متل دی وایي:د سپیو کور په کور جګړه وي،خو مسافر ته ټول یو دي.استعماري ځواکونه په خپلو منځو کې یو بل داړي،اما په خپلو استعماري ګټو کې د مظلومو ملتونو په ضد سره یو دي.شوروي افغانان تر انګریزانو بدترحالت کې راګیر کړل. تر هغه،چې افغاني «روښانفکرانو»درک کوله،چې دا خو همغه اشغال دی،کار له کاره تیر وُ،د هیواد په ناموس تیری شوی وُ.
 
بیا هماغه افغاني روح،هماغه سپیره ولس،هماغه جګړې او هماغه افغاني خاوره د جګړې ډګر په توګه ...
دا ځل د هیواد د خپلواکۍ برخلیک تر نورو پلا په بد سرنوشت دچار شو:د انګریزي استعمار په ضد ،د استقلال جنګیالیان د اسلامیت په روحیه جنګیدل،یعنې د هیواد د خپلواکۍ ترلاسه  کولو پاڅون مشرۍ  آزادي غوښتونکو مسلمانانو په غاړه لرله، دا ځل  د آزادیبخښونکي نهضت مشرۍ مذهبي تنظیمونو په غاړه واخیستله او که په لوی لاس ور وسپارل شوه. افغانانو د خپل افغاني روح سره مذهبي تنظیمونو پسې د جهاد اقتداُ وکړه.
 
بیا هم د تیر په څیر افغانستان د باندینیو یرغلګرو د پښو لاندې سور تنور شو،د لس کلنې جګړې په ډګر کې په کروړونو افغانانو او په زرهاوو شورویانو ژوند له لاسه ورکړو،د روغې هیڅ امکانات نه وو،تر هغه چې اشغال نه وای ختم شوی.
 
شوروي اتحاد افغانستان پریښوده،خو خپله لمن یې هیڅکله هم نور راټولولی ونه شوه، په اصطلاح،د غربي تخریباتو څخه یې د خپلو سویلي پولو ساتلو له پاره افغانستان ونیو،خو د هغه متل سره سم : خولۍ یې ساتله ،خپل سر یې بایلود.
 
دا جګړه هم د نورو پلاوو په څیر افغانانو وګټله ،اما داځل یې د نورو پلاوو لا زیات تاوان وکړ.تنظیمونو واک ترلاسه کړ،لاکن نه د خپلواکۍ څه څرک لیدل کیده او نه هم د سولې سوکالۍ.د قومي مخالفتونو تخم ،چې د اشغال په وخت کې شندل شوی وُ،اوس یې حاصل تیار وُ،افغانستان عملاً د پاکستان،امریکا او روسیې ګډه مستعمره وه.
 
د آزادۍ مقدس بهیر مشرۍ،چې د روښانفکره ازادي غوښتونکو په ځای،مذهبي تنظیمونو ته وسپارل شي ،همداسې کیږي لکه رنځور ،چې د ډاکتر په ځای انجینیر ته په لاس ورکړې،چې هرومرو یې نفس ترې اوځي...د افغانستان د خپلواکۍ ساه هم په ختو شوه.
 
۵ - د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱نیټې د نمیشنامې سره سم ،د امریکا نړیوال ځواک په خوار  افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې اشغال کړ.د امریکا متحده ایالتونو په نامه نوی استعماري ځواک،چې د انګریزانو او یهودو د ازدواج څخه زیږیدلی دی،د خپل غرور په اوج کې ،وغوښتل په ملا مات افغان ملت سره زورآزمایي وکړي او د امریکا د سرو پوستانو په سرنوشت یې دچار کړي، دا پخواني تاریخي کیسې ورته افسانې ښکاریدې .دا ځل هم د نورو پلاوو په څیر ددې خاورې نیول آسانه ،اما ساتل یې بیا هم د تیر په څیر ناممکنه وُ.سره ددې،چې د امریکایانو او شمالي ټلوالې د ګډو عملیاتو په مقابل د طالبانو عملي زور ټولې دنیا په خپلو سترګو ولید،چې څومره کمزوری وُ.اما څه شی وُ،چې  د اتلسو کلونو د مقابلې په اوږدو کې یې طالبانو ته دومره قوت وروباخښه،چې امریکایي ګیګانت یې د هغوۍ سره د سولې تړون ته په ګونډو کړ !..که دا هماغه پخوانی افغاني روح نه وي،چې د طالبانو عیارمقاومت ته ورننوتلی،نو څه دی؟
 
 سره ددې،چې امریکا او د سرمایې ټولو ځواکمنانو ورسره یوځای د مقامت ټکولو له پاره مدرن ترینې وسلې او پوخي تخنیک استعمال کړو،د رواني جګړو په تاریخ کې د لومړی ځل له پاره ،د څلویښتو- پنځوسو ملکونو د پوځونو فشار لاندې  یو ملت ترځپلو لاندې ونیو او دا ملت  مقاومت وکړاو مقاومت  هم ورځ تر ورځې صعودې سیر تعقیب کړ.
 
هغه وطنوال،چې د خارجي تبلیغاتو تر آغیزلاندې د افغان ویاړلي ملت په پته سپکې سپورې  وایي ،ګمراهان نه دي نوڅه دي؟ راځئ  ټول په ګډه، د افغان روح عظمت ته ،لکه امریکایان په ګونډو شو او د تعظیم سر ورته ټیټ کړو،افغان او افغانیت مو د ژوندانه:د لیکنې،د شاعري،د ډاکتري،د انجینرۍ،د بزګرۍ،... همیشنۍ ترانه وګرځوو.هر څوک،چې هر څه کوي ،خوښه یې،زه خو همدا کوم.
 
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون سره سم،ټول افغانان د جګړې له ډګر څخه سرلوړي ،د سیاست میدان ته واوښتل لکه پهلوان،چې تیشه په لاس ترکاڼۍ ته کښیني.خدازده ،چې دا ځل به خپل لاس په تیشه ووهي او که لرګی به مات کړي! ترکاڼي خو یې نه  زده.
 
 یوه خوا،طالبان دي،چې یواځې خپله مني.ښایي راتلونکې به طالب د خپل شلیدلي ټټر سره،د هیواد لا د احتمالي خپلواکۍ څلي په سر   حک کړي،که د مجاهدینو په څیر د وطن خپلواکۍ او سوله د خپلو تنظیمي  ارمانونو قرباني نه کړي.
 
د بلې خوا،د مالي چارو یو اکاډمیک شخص لکه اشرف غني دی،چې د غوړه مارانو یو قشر هم احاطه کړی ،د سیاست په ډګر کې عیناً دومره مسلکي مهارت او صلاحیت لري لکه د مدرسې یو جنګیدلی طالب .سیاست د هغه ترکاڼي په څیر ځانګړې فنکاري غواړي،هر پهلوان او آن هر عالم یې نه شي کولی.سیاست مسلکي حکمت او مهارت غواړي.سیاست کول آسانه دی،بریالی سیاست پرمخ بیول ګران دی.جګړه هم د سیاست یو متشکل جزُ دی،د سیاست قهرآمیزه برخه ده.د جګړې ګټل په کل کې داسې نه وي،لکه افغانان یې چې ګټي.بل ډول وي،داسې:د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې انګلستان او متفقین یې د جګړې له کبله ۱۲٫۵ میلیارده ډالر ،د ۵٪ سود سره د امریکا پوروړي وو.انګلستان،فرانسې او نورو د آلمان څخه ۳۳ میلیارده ډالر د جګړې تاوان غوښت،په پآی کې ټولو د ۱۳۲ میلیاردو طلایي مارکو غوښتنه تصویب کړه،آلمان ته یې شپږ ورځې وخت ورکړ،چې دا مبلغ د جګړې تاوان په توګه رسماً ومني،که نه د هیواد ټاکلې برخه خاوره به یې ورڅخه ونیسي.
 
دې ته د جګړې ګټل وایي،نه لکه افغانستان یې چې ګټي.هره پلا یې تاوان زغملی.شوروي په افغانستان کې جګړه بایلوده،ددې پرځای ،چې افغانستان ته د جګړې تاوان ورکړي،د افغانستان له کبله یې له امریکا څخه د افغانستان په نیولو کې د مرستې او خپلې استخباراتي شبکې استخدامولو سره ۳٫۴ میلیارده ډالر ترلاسه کړل.
 
دا څه ډول ګټل دي!..
اوس هم هیواد په همداسې ،آن بدتر حالت کې دی.طالبان به د جګړې ګټلو باټې وهي،اشرف غني او عبدالله عبدالله به د څوکۍ په سر سرونه ماتوي- هغه څوکۍ ،چې په اوسني حالت کې په یوه نیمکه هم نه ارزي.
 
دا پر خوار افغانستان باندې خرۍ خرۍ پروت ،څو سری ښامار او دا د غیرفنکاره افغاني سیاسي لوبغاړو مقابله به ،هیواد کوم ګړنګ ته ګوزار کړي او که  ښامار  به ... تاریخ به یې وګوري او قضاوت به وکړي.