انـجــړ وضـعـیت                                                                                    

 
 اوس نه یواځې زموږ هیواد، بلکې د سیمې او نړۍ نور دولتونه هم د افغانستان په اړه، په یوعجیب او غریب وضعیت کې واقع شوي دي. د طالبانو له نظره، وطن ازاد شوي، کفري نړۍ ورڅخه ماته خوړلې، ایډیال اسلامي نظام منځته راغلی، هر څه ښه کیږي، وطن به ګل-ګلزار شي... د طالبانو د دښمنانو له نظره، په ټولو چارو کې د پاکستان لاس بر دی، ترهګري ده، فاشیزم دی، د بشر حقوق، د ښځو ازادي ګانې پایمال دي، د تاریکو پیړیو زورواکي ده....
 
رښتیا دا ده چې په هیواد کې دننه عام ولس  او هیواد پاله روښانفکران، د بهرنیو پوځونو په ویستلو سره  د زړه له کومي خوشحاله دي، اما د خپل وران وطن برخلیک او د خپل در په در ژوند دوام ته حق حیران  دي، کټ مټ لکه ملنګ جان چې د خپل وخت تریخ حالات په یوه خوږه نغمه کې انځور کړي وو :
یو خواته جوړ ملي اختر دی، جوړې میلې دي      بل خواته قام مې در په در دی، نارې سورې دي
دې ته وخاندم که دا بل ته وژړیږم، داسې ژوند ته حیرانیږم
 
اوس مهال د مخامخ باندینیو لاسوهنو سربیره، درې نورو  پیریاني واقعیتونو، چې لیدل کیږي نه، اما وجود لري، د هیواد وضعه خورا پیچلې کړې ده:

  • په هیواد  کې د پردیو پټو جزُتامونو د فعالیتونو موجودیت، چې په هر لباس کې، هر چیرې حاضریدلی شي، کله د داعش، کله د القاعدې او کله د کوم بل ترهګر په بڼه ورانکاري کوي. انګلیس- امریکا له دویمې نړیوالې جګړې را پدیخوا  دا ډول قطعات لري، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د عملیاتو سرته رسولو قابلیت لرونکي دي. په هندي کشمیر کې، په ملکي جامو کې د دا ډول پاکستاني جزُتامونو فعالیتونه  ډیر ځله ثبت شوی، له کلونو راهیسې په افغانستان کې یې هم فعالیتونه محسوس دي. ددې جزُتامونو د فعالیتونو کشف او شنډول خورا ګران دي، اما ناممکنه نه دی. د کشف ځانګړي قطعې ته اړتیا شته.
 
  • په حکومت کې دننه د حکومت په ضد د نفوذي اشخاصو او قوتونو، په اصطلاح د پنځم ستون موجودیت دی. د طالبانو د صفوفو د تصفیې کمیسون په خپله ددې واقعیت ښکارندوی دی. ددې کمیسیون فعالیت د حکومتي ضد قوت په خنثی کولو کې ښایي آغیزمن تمام شي. اما د تصفیې کمیسیون تر کچې لوړ اجنټانو پیژندنه ګران کار دی. صیهونیستي شیطانت آن د استادانو په استادانو کې د نفوذ قابلیت لري.
  • پله بین، ابن الوقته، اپورتونست قشر، چې د څلورو لسیزو راپدې خوا په افغانستان کې واقعي واک یې په لاس کې دی. دا قشر په خورا لوړ مهارت سره د رهبري کړۍ څخه ځان داسې راتاووي، چې مشران نور هیواد، ولس او نړۍ یواځې د همدوۍ له نظره ګوري، ځکه نو مشران له عیني واقعیتونو څخه بشپړ لیرې پاتې کیږي او تصمیمونه یې هم نادرست راوځي.  دا قشر حکومتي چارواکو ته، د واک په وخت کې تر ټولو سرسپرده ښکاري، اما واکمنان د سقوط په وخت کې لومړۍ ضربه د همدوي له خوا خوري. ددې قشر سره مبارزه ناممکنه ښکاري ځکه، چې پیژندل یې ډیر ګران دی. د پیژندلو یو غوره شاخص یې دادی، چې  دا قشر غیر د خپلو شخصي ګتو څخه پرته نور هیڅ ډول مقدسات نه لري.
 
د هیواد اوسنۍ وضعه د پتنګ ( ګوډیپران) د انجړشوو تارونو ته ورته ده، چې د ډیرو دنننیو او بهرنیو عواملو تر آغیز لاندې رامنځته شوې ده. د افغانستان اوسني وضعیت ته نه یواځې افغانان، بلکې د نړې نور ذیدخله دولتونه هم هیښ پاتې دي: یو څه ته خوشحاله، اما یو شمیر مسایلو څخه ژورې اندیښنې لري.
 
په سیمه کې اوس، د لودیزو دولتونو، روسیې او چین ترمنځ جیوـ ستراتیژیکو سیالیو په خپل ټول قوت سره زور اخیستی دی. دا سیالۍ د صنعتي ټولنو له طبعیت څخه منشأ اخلي. لکه د انسان ژوند، چې خوراک او څښاک ته اړتیا لري، د صنعت   ژوند  خامو موادو پورې تړلی دی. د سترو صنعتي دولتونو جیو- ستراتیژي اساساً د انرژي او نورو اومو توکو ترلاسه کولو سیاست دی. زموږ په سیمه کې د زبر ځواکونو د رقابتونو په لوبو کې نور سیمه ییز لوبغاړي- ایران، پاکستان، هند او ترکیه هم فعاله ونډه لري. دا لوبې په خپل ماهیت کې نوی استعماري مضمون لري.  په داسې سترو نړیوالو لوبو کې، سیمه ییز چارواکي کله ناکله د خپلو لنډمهالو ګټو په هڅه، اوږدمهاله او پراخ بصیرت له لاسه ورکوي.
 
د متحده ایالاتو عجیبه وضعیت:  متحده ایالات د کلونو راهیسې نړیوالې واکمنۍ ته هڅې لري او د خپلو اقتصادي او سیاسي مجبوریتونو له کبله، د نورو ولسونو پر خپلواکۍ او طبیعي شتمنیو خیټه اچوي. انګلیس- امریکا، په خپلو ښکاره او پټو جګړو سره، چې په کل کې پر ایروشیا باندې د واکمنۍ او په ځانګړې توګه د مرکزي آسیا او قفقاز او آن د سایبریا انرژي زیرمو ولکه کولو له پاره، افغانستان ته راغلي وو، بریالي نه شول،  ناکامه ووتل، اما لوبه بایللې نه ګڼي، اوس په پټو او پیچلو ستراتیژیو او چالونو سره غواړي خپل واک په سیمه کې وساتي. امریکایي سیاسي او پوځي چارواکي هره ورځ د افغانستان  په هکله ضد او نقیضه څرګندونې کوي. سره ددې چې، دا په خپله د امریکایي مشرانو د ژور فکري بیلوالي او انشعاب انعکاس دی، اما له ورایه څرګندیږي، چې امریکایان په افغاني جګړه کې په خپلې ماتې څومره خواشیني دي. لدې سره په بله خوا کې، د طالبانو په وجود کې د دوۍ د «وریښمو نوې لار ستراتیژي» په خپله عملي کیږي: په سیمه کې د نفتو ګازو په انتقال کې روسیي انحصار ماتیدو ته لاره هواریږي: د تاپې پروژې ، د ریل پټلي ... په واسطه، د افغانستان له لارې مرکزي آسیا او پاکستان سره په وصلیدو ښکاري، د طالباني نهضت تر آغیز لاندې، د مرکزي آسیا په هیوادونو کې  د اسلامي  څپو د خپریدو امکانات رامنځته کیږي، هغه څه چې امریکا یې له ډیره وخته په خوب و خیال کې ګوري، هغه څه چې د شورای نظار حکومت، د ناتو په  پوځي حضور کې د امریکا لاس لاندې حکومت سرته رسولی ونشول.
 
د روسیې عجیبه وضعیت: له افغانستان څخه د امریکایي پوځونو په وتلو سره تر ټولو زیات روسیه خوشحاله ده او ددې له پاره باید د طالبانو لاسونو ته ټیټ شي. اما د مرکزي اسیا او قفقاز د انرژي منابعو پر انتقال باندې د روسیې انحصار ماتولو د هڅو په مقابل کې په خورا حساسیت او عصبانیت غبرګون ښکاره کوي، ځکه چې دا د سترو ګټو او سترو سیاستونو مسأله ده. روسي واکمنان له ډیرې زمانې راپدې خوا، د قفقاز، بالتیک او مرکزي آسیا سیمې، د افغانستان په شمول د خپل د نفوذ ساحې ګڼي، نوموړې سیمې د روسانو د پراختیا غوښتنې (Expansionism) د لوبې دایمي ډګرونه دي او په دې لوبه کې همیشنۍ بوختیا، د هغوۍ د علاقې وړ سرګرمي (Hobby) ده. همدغه روسي پراختیا غوښتنه او جیو ستراتیژي پر افغانستان باندې د شوروي تیري غوره محرک  او په هیواد کې د لس کلنې جګړې اصلي علت وُ. روسیه تر ننه پورې افغانستان د خپل نفوذ ساحه ګڼي او  څارګري فعالیتونه یې په افغانستان کې، د خپلې دنننۍ استخباراتي شبکې له لارې، په ټول قوت سره دوام لري، همدا په هیواد کې د وضعې د پیچلتیا د غوره لاملونو څخه یو لامل دی.  د روسیې استخباراتي شبکه د پنجشیر د « ملي مقاومت » هسته جوړوي (سره ددې چې په رسمي توګه په متحده ایالاتو کې رجستر شو). همدغه زموږ د هیواد او سیمې د وضعیت تناقض(Paradox) تشکیلوي. د (سپوتنیک افغانستان) نشراتي ارګان د همدغې شبکې په لاس کې ده او هدفمنده خپرونې کوي.
 
چین هم د افغانستان وضعیت ته حق حیران پاتې دی: د افغانستان څخه د امریکایي پوځونو په شړلو سره، په زړه کې ګوړې ماتوي، د افغانستان معدنیاتو ته وږی- تږی ناست دی او اوس یې ټول په ورغوي کې ښکاري، اما د یغورو   مسلمانانو په منځ کې د مذهبي-طالباني څپو له توپان څخه ښکاره بیره لري. د انګلیس- امریکا په شیطاني سیاست کې، په مذهبي نیشو کې تر غوږو ډوبو طالبانو او د چین لامذهبه کمونیزم ترمنځ د نښتلو له پاره د انګیزو رامنځته کول همیشه شونې ده. د تاجکستان، ایران او پآکستان سره د تازه راپیښه شوو سرحدي شخړو په مقدمه، چین هم په افغانستان کې د  «پیشو سره په جوال کې » لویدلی شي.
 
د پاکستان عجیب وضعیت : پاکستان دولت په سیمه کې د امریکا- انګلیس اجرائیوي ادارې په توګه، د مذهبي تنظیمونو له منځه د طالبانو په راپورته کولو او هم د امریکا سره یو ځای د طالبانو په ځپلو کې څرګند رول درلود. لدې سره، د پاکستان دولت او پوځ د یوې اجیرې موسسې په څیر، په افغانستان کې د امریکا د فرمایشاتو د عملي کولو سربیره، خپل ځانګړې  ستراتیژیکي موخې هم تعقیب کړي، چې په هیواد کې  د موجوده پیچلې وضعې منځته راتګ باعث شوي دي. د پاکستان اوږد مهاله هدفونه، په افغانستان او پاکستان کې د حکومتونو په تبدیلیدو سره بدلون نه مومي او په خپل ځای پاتې کیږي. هغه دا دي، چې پاکستان غواړي:
  • د ډیورنډ کرښې ها غاړې سیمه د همیش له پاره د خپلې خاورې برخه وګرځوي،
  • د افغانستان او لرې پښتونخوا له اوبو څخه په خپله خوښه ګټه پورته کړي،
  • د هند سره د افغانستان اړیکي په خپل واک کې وساتي،
  • د افغانستان نیشه یي او نورو توکو سوداګري کې ازاد لاس ولري.
 
د پآکستان دولت او پوځ دا ځل واک ته د طالبانو راتګ سره، په ظاهر کې خوښي څرګندوي، د سیاست په نړیوال نندارتون کې یې په ملاتړ مندې رامنډې وهي، د هند سره د طالبانو عقیدوي اختلافونو له کبله خوشحاله دي، اما د طالبانو په ځپلو او زورولو کې د امریکا سره د همدستي له کبله خورا اندیښمن دي، په افغانستان کې د یو پیاوړي مرکزي دولت رامنځته کیدو بشپړ مخالف دی، په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو د ټولو نظامونو په ړنګیدو کې د پاکستان رول مشهود دی. پاکستاني چارواکي اوس هم، لکه د څلورو لسیزو  جګړو په اوږدو کې،  د جګړې دواړو خواوو ته  د جګړو امکانات په لاس ورکوي، د  ISI پټ قطعات  د MI6  قطعاتو سره، اوږه په اوږه  په پټو جګړو بوخت دي، سره ددې چې په ښکاره یواځې د طالبانو پلوي کوي، اما هم طالبانو ته مشورې ورکوي او هم د طالبانو مخالف تنظیمي مشران په پاکستان کې ساتي.
 
د ایراني دولت دوه لوری سیاست: د ایران اوسنی رسمي سیاست د متحده ایالاتو سره دښمني او تخاصم دی، له افغانستان څخه د امریکایي پوځونو په وتلو سره منطقاً خوښ او له همدې کبله د طالبانو منندوی دي. اما د ایران په مذهبي مشرۍ کې یهودیت عیناً لکه د متحده ایالاتو په مشرۍ کې نفوذ لري، له نژدې څارني څخه نه پیژندل کیږي، چې دا ایران دی او که اسرائیل. له ډیرې زمانې راپدیخوا، ایراني استخباراتي ادارو په افغانستان کې درې ستراتیژیک اهداف تعقیب کړي دي:
  • د افغانستان ارزانه اوبو ترلاسه کولو له پاره یې د جګړې اور ته پکی وهلی دی،
  • د شعیه مذهب د ملاتړ په نامه یې، شعیه وسله والې ډلې تنطیم، تجهیز او فعالې کړي دي،
  • د خپل جعلي ناسیونالیزم په بنسټ یې په افغانستان کې ژبني او قومي دښمنیو ته لمن وهلې ده.
ایراني چارواکي، په خپل بهرني سیاست کې د روسي دولت همکار او د شورای نظار او شعیه ډلو پخوانی یار او مددګار دی.
 
پدې ډول، د امریکا- انګلیس د لاسوهنو سربیره، د ایران بربنډو استخباراتي جګړو؛ په افغاني کشاله کې د پاکستان فعال حضور؛ د نفوذ ساحې ګټلو له پاره د روسیې د څارګرۍ فعالیتونو؛ د پاکستان سره په دښمنۍ کې د هند نیابتي- استخباراتي چالونو ؛ د چین اقتصادي- استخباراتي پروژو؛ د نیشه یي توکو د نړیوالې سوداګري شبکې جنایتونو؛ د وسلو او پوځي صنعت د پیداوارو نړیوالې راکړې- ورکړې ... د افغانستان سیاسي او پوځي وضعیت د پتنګ (ګوډیپران) د انجړ شوو تارونو په څیر داسې انجړ او غوټه غوټه کړی، چې خلاصول یې اوس ګران شوي دي.
 
اما د حق په رڼا کې، که د زړه د آیینې په صفا کې، د ټولو ستونزو حل وکتل شي، نو لیدل کیږي، چې  ددې ټولو غوټو د هوارولو له پاره لومړی شرط - د سیاسي ارادې موجودیت دی. سیاسي ارادې څخه مقصد د غیر جنګي لارو تعقیب دی. د دوحې تړون سره سم، د طالبانو او د وخت حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې اصلي مشکل، چې د مذاکراتو د ناکامي باعث شو، دا وُ چې د حکومت جنګي واک لرونکو په هیڅ صورت نه غوښتل له طالبانو سره جوړ جاړی وکړي او طالبان هم د خپل اسلامي امارت په رامنځته کولو ټینګ ولاړ وو. نن هم هماغه ډله د جنګ او مقاومت نغارې ډمبوي. اما هر څومره چې هغوۍ د جنګ نارې وهي، هغومره عامه ذهنیت په خپل ضد راپاروي. عامه ذهنیت د جګړې د دوام په خوا نه دی.
 
د هیواد دنننیو مشکلاتو پر حل باندې تمرکز په خپله د بهرنیو ستونزو حل ته لاره هواروي. کله چې د یو ژوندي وجود ایمون، دفاعي سیستم جوړ او پیاوړی شي، د مکروبونو تخریبي اثرات په خپله له منځه ځي. ټولنه هم د یو ژوندی ارګانیزم په شکل عمل کوي، ځکه چې له ژوندیو ارګانیزمو څخه جوړه ده. په بهرنیو اړیکو کې که نورو دولتونو ته د سوال لاس  اوږد شي، نو هغوۍ هم منطقاً لکه د سوالګر او غلام سره، چې څرنګه چلند ښایي، همغسې برخورد  کوي او که په نړیوالو تعاملاتو کې د یو شریک او پارتنر په ډول ګډون وشي، نو نړیوال هم د خپلو ګټو په بنسټ د همکار او شریک په توګه چلند اختیاروي.
د عام ولس او خپلواکه هیوادپاله روښانفکرانو په غاړه ده، چې د اوسني بحران څخه د هیواد د کښلو په موخه، د تخریبي فضا په ځای یوه جوړونکې فضا رامنځته کړي، د واکمنو او مخالفینو د هر ورانونکي اقدام مخالفت وکړي او د هر سازنده ګام سره هم ګامه شي او هماغسې چې د باندینیو عواملو له کبله د هیواد سیاسی بهیر څخه شړل شوي وو، ورو ورو بیرته د ټولنې سالمې ادارې له پاره، د هیواد په سیاست کې فعاله برخه ترلاسه کړي.