افغانستان کې کرونا ويروس؛ تر پرون يې شمېر ۲۹۹، خو نن ۳۳۷ ته پورته شو 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په لوېديځ هرات ولايت کې د کرونا ويروس د لسو نوې پېښو په ثبت سره ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمةېر ۳۳۷ ته ورسېد. 

د تېرې ورځې تر نيمايي  وروستۍ شمېرې دا وې چې په افغانستان کې د ککړو کسانو شمېر ۲۹۹ ته رسېدلي وو، خو په کابل او هرات کې د نوې پېښو په ثبت دغه شمېر له درې سوه پورته شوې. 

له کابل او هرات وراېخوا؛ ۸ کسان په کندهار، ۳ په پکتيا، ۲ بلخ، ۲ سمنګانو او يوه - يوه پېښه په کاپيسا، زابل او تخار کې ثبت شوي دي.