د نړۍ ترټولو  زوړ (۱۱۲) کلن سړي د کرونا ويروس له ويرې له خپلې کورنۍ هم لېرې ځان قرنطين کړی 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د ګېنس د رېکارډونو کتاب  مالوماتو پر اساس باب وایتون يې  د نړۍ د ترټولو ډېر عمر لرونکي سړي په توګه ثبت کړی دی. نوموړي د روان ۲۰۲۰ کال د مارچ په دېرشمه نېټه ۱۱۲ کان شو. 

باب وایتون چې د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه مالومات لري، له دې ويرې چې دغه ويروس يې ژوند وانه خلي انګلستان کې په يوې لېرې پرتې سيمې کې ځان قرنطين کړی دی. 

نوموړي تر دې بريده ځان يوازې ساتي چې د خپلې کورنۍ سره هم اړيکه نه لري او هغه مهال چې کېنس ادارې نوموړي د نړۍ د ترټولو زوړ سړي سرټېفېکت ورکولو نوموړی نو وو حاضر چې د کرونا ويروس له ويرې هغه سند تر لاسه واخلي. 

نوموړي د خپل عمر په اړه ويلي دي، "ډېر ژوند مې کړی، ډېر ملګري مې  پيدا کړي دي، داسې فکر مې نه کولو چې زه fi  رېکارډ جوړ کړم او د نړۍ n  تر ټولو ډېر عمر لرونکی کس به شم." 

له باب وايتون وړاندې چیتسسو واتانابه جاپانی وګړی د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی پېژندل شوی وو. نوموړي پوره ۱۱۲ کاله او ۳۵۵ ورځې ژوند کړي. چیتسسو واتانابه د روان کال د فيبرورۍ په ۲۳ ومړ.