
روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د چين حکومت او ملت نن ورځ د هغه نېږدې ۳۳۰۰ چنيايي وګړو پر مړينې ويرو وکړ چې په تېرو څلور مياشتو کې يې ژوندونونه له لاسه ورکړي وو.
د چين حکومت ياد کسان چې کرونا ويروس مړه کړي شهيدان بللي او په ټول هېواد يې د ملي وير مراسم تر سره شول.
بيا له بلې خوا د چين پر حکومت دوه نيوکې کيږي؛ يو دا چې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر سم نه په ګوته کوي او بل دا چې د مړو له جسدونو سره يې ناوړه چلند کړی.
هلته لږکي مسلمانان وايي چې هغه مسلمانان چې کرونا ويروس يې ژوند اخېستی د چين حکومت له خوا د ښخولو او جنازې مراسمو د تر سره کولو اجازه نه ورکول کېده.