کابل کې سر له سبا  ګرځ بنديز سختيږي؛ پوليس به هغه کسان زندان ته واچوي د ګرځ بنديز اصول ماتوي 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، له هرات وروسته پلازمېنه کابل کې د کرونا وژونکي ويروس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي. د کابل ولايتي اداره د کرونا چټک خپرېدل د خلکو نه توجه يادوي. 

کابل وايي چې سره له سبا به دغه  ولايت کې د ګرځ بنديز پلي کېدنه جدي کړي او هغه کسان به جريمه او حتی زندان ته واچوي د حکومت له لارښوونو سرغړونه کوي. 

په ورته وخت کې د کابل امنيه قومنداني هم خلکو ته خبر ورکوي چې د قرنطين اصول مراعات کړي. د کابل امنيه قومندانۍ مرستيال رسنيو ته ويلي دي چې سر له سبا به پوليس له قهريه قوې کار واخلي. 

کابل کې له تېرې اوونۍ ګرځبنذيز لګېدلی دی، خو ځيني ښاريان په دې بهانه چې ورځنۍ مزدوري کوي، ښار ته راوځي او ګڼه - ګوڼه يې جوړه کړې ده.