فرانسه کې يو کس د چاړې په وسيله دوه کسان وژلي او  ګڼ شمېر نور ټپيان دي 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، له فرانسې راپوره وايي چې د فرانسې پر وخت نن سهار يو کس پر خلکو د چاړو ګوزارونه کړي دي چې په پايله کې يې دوه کسان وژل شوي او په ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. 

سيمه ييزو رسنيو ويلي دي چې بريدګر ۳۱ کاله عمر لري او د سوډان وګړی دی. بريدګر د پېښې پر مهال د پوليسو له خوا نېول شوی دی. 

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخېستی او همدا ډول لامل يې نه دی په ګوته شوی.