د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری: سګرېټ له دوه لارو کرونا ويروس سره مرسته کوي چې وجود ته په اسانۍ دننه شي

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس سره د مبارزې، وقايي او درملنې رسمي لارې - چارې په ګوته کړي دي. په کورونو کې پاتې کېدل، له ناروغ کس سره د اړيکې پر وخت ماسک او دست کش اغوستل، د ټوخي او پرنجېدو پر وخت خوله پوښل، د ګڼې - ګوڼې ځايونو کې نه ګډون او په لويه کې ځان يوازې يا قرنطين ساتل هغه چارې دي چې  کولی شي د کرونا ويروس د پېښدو مخنيوی وکړي. 

له پورته وقايي چارو سره - سره د روغتيا نړيوال سازمان هغه ورځنۍ چارې په ګوته کوي چې د کرونا ويروس سره مرسته کوي ترڅو په اسانۍ سره وجود ته دننه شي. د روغتيا نړيوال سازمان د نړۍ هغه وګړو ته چې سګرېټ څکوي خبرداری ورکړی دی، چې سګرېټ کولی شي په اسانۍ سره د کوېډ-۱۹ د اخته کېدو لامل شي. 

۱- توصيه کيږي چې د کرونا ويروس څخه د ځان ساتنې لپاره بايد لاسونه خولې او پوزې ته نېږدې نه شي. خو هغه کسان چې سګرېټ څکوي نو  په تکرار ډول لاس پوزې او خولې ته نېږدې کوي. د روغتيا نړيوال سازمان د مالومات پر اساس په لويه کې د سګرېټ پرېښوودل د روغتيا لپاره اړين دي خو بايد اوس مهال چې د کرونا ويروس د خپرېدو شونتيا زياته شوې ده، بايد د سګرېټ له څکولو ډډه وشي. 

۲- دويم لامل چې سګرېټ په کې د کرونا سره مرسته کوي، د سږو ناروغۍ دي. د کرونا ويروس يوه تنفسي ناروغي ده، د په لويه کې د تنفسي غړو وجود ته دننه کيږي او هلته بيا د وجود په داخلي تنفسي سېسټم بريد کوي. هغه کسان چې د وجود دفاعي سېسټم يې کمزوري وي ژر د کرونا ويروس د بريد لاندې راځي ياو اغېز يې هم ډېر وي. سګرېټ لامل کيږي چې د سږو ناروغۍ رامنځ ته کړي. هر کله چې سږې له وړاندې د سګرېټو له امله ناروغ شوي او ضعيف شوي وي، نو کرونا ويروس به په اسانۍ سره د سګرېټ څوکونکي کس وجود تر بريد  لاندې ونېسي. 

په لويه کې د روغتيا نړيوال سازمان لارښوونه دا ده، چې سګرېټ او نور نشه يي توکي د کرونا ويروس د ککړېدو مرسته  کوونکي دي. هر هغه څه چې  د وجود کمزورتيا او د اشتها د کموالي سبب کيږي په لويه کې د وجود دفاعي سېسټم کمزوری کوي او په دې سره کوېډ-۱۹ د نورو په پرتله ژر د نشه يي توکي استعمالونکي کس وجود ته ننوځي او په فعاليت پيل کوي.