پاکستان هلته د بند پاتې افغانانو لپاره تورخم او چمن دروازې پرانېزي 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د پاکستان حکومتي مسوولين وايي چې د سه شنبې بيا تر پنجشنبې پوري به د تورخم  او چمن دروازې د هغه افغانانو پر مخ پرانيزي چې پاکستان کې بند پاتې دي. 

په سلګونه هغه افغانان چې پاکستان کې زده کړې کوي او يا هم د ناروغانو درملنې لپاره هلته تللي دي، د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته پاکستان کې بند پااتې دي، او نه شي کولی بېرته افغانستان ته راشي. 

دغه بند افغانان وايي چې د پاکستان په هوټلونو او روغتونونو کې ځای نه ورکول کيږي چې د سړکونو پر سر او جوماتونو کې شپې سبا کوي. دوی وايي چې ور سره پيسې هم خلاصې شوې دي او په ستونزو کې ښکېل دي. 

پاکستان وروسته له هغې چې د کرونا ويروس افغانستان او پاکستان ته ورسېد، افغانستان سره خپلې پولې او د تګ - راتګ لارې وتړلې.