د عبدالله عبدالله ډله: د ټاکنو پايلې بايد لغوه  شي

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د فريد خوځون په د ډاکټر عبدالله عبدالله يو وياند طلوع نيوز ته ويلي دي چې لومړی بايد د ټاکن اعلان شوې پايلې لغوه اعلان شي او له هغې وروسته به زمونږ او مقابل لوري طرحو باندې کار او بحث وشي. 

د عبدالله عبدالله دغه کس وايي چې ترڅو د ټاکنو اعلان شوې پايلې لغوه نه وي اعلان شوې، مسايلو باندې خبرې پايله نه شي ورکولی. 

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي و ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لېدنې وکړې، خو ويل کيږي چې بې پايلې پای ته ورسېدې. 

د سياسي څېرو د لېدونو وراېخوا تېره اوونۍ د ولسي جرګې د مشر مير رحماني رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې اداري پلاوي هم له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لېدنې تر سره کړې خو کومه څرګنده پايله يې نه ده ورکړې. 

ولسمشر غني د ولسي جرګې له غړو سره په لېدنه کې ډداکټر عبدالله عبدالله ته د روغې - جوړې عالي شورا د مشرتوب او مديريت وړانديز کړی خو ويل چې عبدالله عبدالله دغه وړانديز رد کړی دی.