له ۷ يې ژوند اخېستی؛ افغانستان کې  د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر يوه کم ۳۰۰ شوې

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د تازه مالوماو پر بنسټ افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۹ ته ورسېد او تر اوسه ۷ کسانو خپل ژوند له لاس ورکړی دی. 

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې  ۱۱ یې په کابل، ۲ سمنګان او یوه ـ یوه هم په بلخ، کندز، غزني او لوګر ولایتونو کې دي. 

مړ شوی کس د کابل اوسېدونکی وو. عامې روغتيا وزارت اندېښنه ښوودلې ده ده چې په پلازمېنه کې د خلکو نه پاملرنه  په دغه ولايت کې د کرونا د چټکي خپرېدا سبب شوې ده. 

که څه هم افغان حکومت د پلازمينې په شمول د هېواد په ډېری ولايتونو کې ګرځ بنديز اعلان کړی دی خو بيا هم  خلک تر ډېره دغه ګرځ بنديز جدي نه نيسي.