د بهرنيو چارو نوماند وزير په توګه د محمد حنيف اتمر د ټاکنې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د يو حکم پر بنسټ خپل د ملي امنيت پخوانی سلاکار او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال او نوماند وزير ټاکلی. 

د ولسمشر ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي  دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست عالي مقام د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.

د هیواد جمهوررئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه."

محمد حنيف اتمر د هېواد له پېژندلو شوې سياسي څېرو له ډلې دی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې يې پوهنې، کورنيو چارو وزارتونو وزير او يو شمېر نورې دندې تر سره کړې. 

دی په تېره دوره کې واک ته د محمد اشرف غني په رسېدو سره د ملي امنيت شورا سلاکار شو چې وروسته يې استعفا ورکړه. 

ښاغلی اتمر وورسته له يونس قانوني او محمد محقق  سره ګډه ټاکنيزه ډاله جوړه کړه خو له ټاکنو وړاندې سره وپاشل شوه.