د  لومړی ځل لپاره  افغانستان کې غره ختوونکي د هندوکش غرونو ته وختل

روهي(نۍ/۱۶ د وري)، د پروان ولایت په سالنګ سیمې کې د هندوکش غرونو ته د افغان غر ختنې لوبغاړي وختل. دوی لس غره ختونکي دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې غره ختوونکي دومره لوړې څوکې ته پورته کیږي.
 
ټول سفر څه باندې یوه شپه او ورځ ونیوله او بلاخره د دشت خوني څوکې ته چې ۴۵۰۰ متره لوړوالی لري ورسېدل ،دغه غرونه د سمندر نه ۸۳۰۰ متره ارتفاع لري چې لوړې څوکې یې د کال په هر موسم کې په سپینو واورو پوښلي وي.افغانستان کې غر خته یو عام ورزش نه دی خو په دې وروستیو کې تر ډېره په ښارونو کې خلک کوښښ کوي چې په خپلو رخصتیو ورځو کې د ښار چاپېره غرونو ته پورته شي او له دغه ورزش نه خوند واخلي.
 
دنګ غرونه او سپینې واورې د دغه ځایونو طبیعت ته ډېره ښکلا وربخښلې ده. د هندوکش د غرونو لړۍ د دغه هېواد له شمال ختیځ خوا نه تر مرکزي سیمو پورې غځېدلې ده.