په قرغزستان کې په سرطان اخته د ښځو یو ګروپ د کرونا ویروس د مخنیوي‌ لپاره ماسکونه جوړوي

روهي(نۍ/۱۶ د وري)، په قرغزستان کې په سرطان اخته د ښځو یو ګروپ د کرونا ویروس د مخنیوي‌ لپاره ماسکونه جوړوي. هغه روپۍ چې دوی یې د ماسکونو جوړولو له لارې تر لاسه کوي په هغې سره په سرطان ناروغي اخته ناروغانو درملنه کوي.
 
د کویډ ۱۹ ناروغي د راپيدا کيدو له امله بازارونو کې ماسکونو د کمي رامینځته کيدو وروسته دغو ښځو خپلو تولید اتو ته تغییر ورکړو.د پخوا برخلاف اوس دغه ښځې هڅه کوي چې د کویډ ۱۹ د وبا پر مهال د ماسکونو د جوړولو له لارې له خپل ځانونو او نورو خلکو سره مرسته وکړي.
 
دا ښځې د ژوند کولو لپاره د (یو ځای سازمان) په چوکاټ کې يو ورکشاپ کې خپلې چارې ترسره کوي. د دغه سازمان مشره ایوګل کیډیر میشوا وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د هغو ښځو سره چې د سرطان د ناروغي درملنې لاندې وې او یا مخ په رغیدو وې مالي او روانې مرسته کوله.
 
د ژوند لپاره یوځای سازمان ورسره ثبت ناروغانو ته د درمل اخیستلو لپاره اړ دي چې د میاشتې ۱۷۸۰۰۰ سومه ( ۲۵۰۰ ډالر) وګټي. سازمان ګودام نلري نو لدې امله پیرودونکي باید مخامخ د سازمان ورکشاپ ته ورشي.
که څه هم چې د سازمان چارواکي د ناروغانو د درمل رانیولو لپاره اړينو روپو راټولولو ته ندي رسید لي خو دوی له مشتریانو خوشاله دي.