کورونا: مثبتې پېښې ۲۹۹ ته ورسېدې

روهي(نۍ/۱۶ د وري)، روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په لابراتوارونو وکې د کرونا ویروس د ۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۸ یې مثبت ثابت شول.دغه نوي پېښې ۱۱ یې په کابل، ۲ سمنګان او یوه ـ یوه هم په بلخ، کند، غزني او لوګر ولایتونو کې ثبت شوې ده.
 
 
افغان حکومت د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې د یاد ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي او قسمي ګرځ بندیز یې هم اعلان کړی دی. د افغانستان روغتیا وزارت وايي په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۹ تنه ورسېد.
 
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهاره اپریل۴ (وري۱۶) پورې ۵۸۹۰۱ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.