روهي(نۍ/۱۶ د وري)، د عامې روغتیا وزارت وياند وحيدالله مایار وايي، سر له راتلونکې اوونۍ به د کابل په بېلابېلو سیمو کې د دغې ناروغۍ لپاره د ازموینې د بېلګو د راټولولو مرکزونه هم ډېروي او کورونا د رنځورانو لپاره د بسترونو شمېر هم لږ تر لږه پنځو زرو ورسوي.
د افغانستان دولت له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له ځانګړې بودجې سره جلا کمېټه جوړه کړې. نن نړیوال بانک هم له افغانستان سره د سل میلیون ډالري مرستې ژمنه وکړه. د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۷۵ کسان په کوروناویروس اخته شوي او لږ تر لږه شپږ کسان ترې مړه شوي.
دغه پیسې به په ۳۴ ولایتونو کې د کوروناویروس له خپرېدو سره مبارزې ته او د روغتيايي خدماتو پر ښه کولو ولګول شي. په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هېنري کرالي ويلي تمه لري چې له دغې مرسته سره به د افغانستان د روغتيايي سیستم پیاوړی او د کوروناویروس د لا خپرېدو مخه ډب شي.
وروستي